د روسيې وسله وال پوځ دوهم چيف آف جنرل سټاف واېس اېډمرل اوسي پوف آئيګور ولاديميرو وچ په مشرۍ كښې 6 كسيزه پلاوي د پېښور كور كمانډر لېفټېننټ جنرل شاهین مظهر محمود سره وليدل

image

پېنډۍ 22 نومبر (اے پي پي) د روسيې د وسله وال پوځ دوهم چيف آف جنرل سټاف واېس اېډمرل اوسي پوف آئيګور ولاديميرو وچ په مشرۍ كښې 6 كسيزه پلاوي د پېښور كور كمانډر لېفټېننټ جنرل شاهین مظهر محمود سره د زيارت په ورځ په كور هېډكوارټرز كښې ليدلي دي ۔ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري شوي بيان له مخې پلاوي ته د پاك پوځ د ترهګرۍ په ضد كمپائن ٬ د پاك افغان پولې په وضعه او د خار دار تار په لګولو بريفنګ وركړې شو۔ پلاوي د خېبر ضلعې هم دوره وكړه۔ د دې نه وړاندې كور هېډكوارټرز ته په رسېدو د روسيې دوهم چيف آف جنرل سټاف د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر خپور كړو او د پاك پوځ شهيدانو ته ئې د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ خریدیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں