په افغانستان كښې ناكامۍ لپاره پاكستان ذمه وار نه شي ګرځولې كېدې

image

اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) د خارجه چارو وفاقي وزير شاہ محمود قرېشي وئيلي دي چې په افغانستان كښې ناكامۍ لپاره پاكستان ذمه وار نه شي ګرځولې كېدې٬ پاكستان د افغان روغې جوړې عمل كښې مثبت كرادار لپاره هڅې كوي۔ د نهې په ورځ خپلې يوې مركې كښې د امريكائي اولس مشر په اوسني بيان تبصره كولو سره خارجه وزير ووئيل چې د امريكې پشمول نړيوالې ورورولۍ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان كردار تسليم كړې دې۔ ده ووئيل چې كه پاكستان د زيات زيان باوجود مرسته نه وه كړې نو امريكې ته به په افغانستان كښې زيات زيان زغمل وو۔ ده ووئيل پاكستان امريكې سره غوره سفارتي اړيكې غواړي خو رېكارډ سم ساتل هم ضروري دي۔ ده ووئيل پاکستان به د خپلو مفاداتو له مخې خپله خارجه پاليسي جوړوي۔ ده ووئيل پاكستان د امريكې د انتظاميې اندېښنو اورېدو له چمتو دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې خارجه وزير ووئيل پاكستان هند سره په زره پورې روابط غواړي خو هندي واكمن روابط ښه كولو له راضي كېدو سره په شا تخښتېدلي

مضمون کا ماخذ : کوئٹہ لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں