د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د شريكې ګټې كونسل غونډه

image

اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي﴾د شريكې ګټې كونسل غونډه كښې په ودانۍ كښې په بيړه د اضافې مسئلې په ښه ډول حل كولو لپاره په قامي كچه د وزيراعظم او په صوبائي كچه د اړوندو اعلٰی وزيرانو په مشرۍ كښې د قامي او صوبائي ټاسك فورسز تشكيل كولو پريكړه شوې ده ۔ په غونډه كښې د تجديد وړ توان كارولو او په هېواد كښې په كاروبار كښې د آسانيو پېدا كولو عمل لا بهتر كولو ته په زياته پام لرنه كولو سلا راغلې ۔د شريكې ګټې كونسل غونډه د ګل په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د وزيراعظم په دفتر ګښې وشوه۔په غونډه كښې د بين الصوبائي همغږۍ٬وفاقي وزيرې ډاكټر فهميده مرزا٬د خزانې وزير اسد عمر٬د قانون او انصاف وزير محمد فروغ نسيم٬د نجكارۍ وزير ميا محمد سومرو٬د پنجاب وزيراعلٰی سردار عثمان بزدار٬د سندھ وزيراعلٰی مراد علي٬د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان٬د بلوچستان وزيراعلٰی جام كمال٬د وزيراعظم د تجارت او صنعت سصاحكار عبدالرزاق داؤد٬وفاقي او صوبائي سېكترانو او اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔په غونډه كښې په هېواد كښې په آبادۍ كښې په تندۍ سره د اضافې په مسئله غور وكړې شو كومه چې په دې وخت كښې د 2.4 فيصده كلنې شرح سره 20 كروړه 78 لكه ته رسېدلې ۔په دې لړ كښې په قامي كچه د وزيراعظم او په صوبائي كچه د اړوند اعلٰی وزيرانو پھ مشرۍ كښې د قامي او صوبائي ټاسك فورسز تشكيلولو پريكړه وكړی شوه۔د ټاسك فورسز قيام به په 48 ساعتو كښې بشپړولې شي۔په قامي او صوبائي كچه تشكيل كېدونكې ټاسك فورسونه به د دې څخه وړاندې د پاكستان د سترې محكمې په احكاماتو د جوړ كړې ټاسك فورس په وړاندېزونو غور كوي او د شريكې ګټې كونسل ته به جامع لائحه عمل وړاندې كوي چې پكښې به يو شمېر چارې په نظر كښې ساتلې شي۔په غونډه كښې د دوه آر اېل اېن جي پلانټونو نېشنل پاور پاركس منيجيمنټ كمپنۍ لمېټډ د ملكيت د 1223 مېګاواټ د بلوكي او د 1230 مېګاواټ حوېلي بهادر شاه زر تر زره عملي كولو لپاره د نجكارۍ پروګرام په فعاله فهرست كښې د شاملولو د تجويز اصولي منظوري وركړې شوه۔د شريكې ګټې كونسل په اوسني انرجي ميكس كښې د تجديد وړ توان ته په زياته پام لرنه كولو زور راوړو۔ د ګډون كوونكو ترمينځه سرمايه كار راغب كولو او د هېواد برآمدي صلاحيت څخه استفادې سره د صنعت ودې لپاره په

مضمون کا ماخذ : بفیلو بلٹز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں