د آسيا بي بي د خوشې كولو او هغه بهر هېواد ته د لېږلو د جعلي خبر په اړه په تحريري شكايت ترلاسه كېدو كاروائي كولې شي.محمد رياض خان

image

اسلام آباد 08 نومبر (اے پي پي) د پاكستان پرېس كونسل رجسټرار وئېلي دي د آسيا بي بي د خوشې كېدو او هغه بهر هېواد ته د لېږلو د جعلي خبر په اړه به په تحريري شكايت ترلاسه كېدو كاروائي كولې شي۔پرېس كونسل د كوم كس ٬ډلې يا وزارت او د ډويژن په ضد د جعلي خبرونو په خپرولو د قامي او سيمه ايزو ورځپاڼو او مجلو په ضد كاروائي كوي٬د نيوز ليك په معامله هم كونسل ايكشن اخستې ؤ ۔د زيارت په ورځ اے پي پي سره په خبرو كښې د پاكستان پرېس كونسل رجسټرار محمد رياض خان ووئيل د پاكستان پرېس كونسل يوه خپلواكه اداره ده٬د كونسل چيئرمېن ډاكټر اېم صلاح الدين مينګل په مشرۍ كښې اتلس كسيزه كونسل په كومه هم قامي سيمه ايزه ورځپاڼه او مجله كښې د جعلي٬بې بنسټھ او د حقائقو په ضد د خبرونو په خپرولو په تحريري توګه پھ ترلاسه شوو درخواستونو په وخت كاروائي كوي ۔ده ووئيل د مېډيا په يوه خاص برخه كښې د آسيه بي بي د خوشې كېدو او بهر هېواد ته د لېږلو خبر خپور شوې۔كه په دې خبر د اطلاعات او خپرونو وزارت٬د اطلاعات او خپرونو وزير يا حكومت د پاكستان پرېس كونسل ته شكايت راولېږي نو كونسل به پھ دې په سمدستي توګه كاروائي كوي۔ده ووئيل تراوسه د حكومت يا د اطلاعات او خپرونو وزارت لخوا داسې كوم شكايت نه دې ترلاسه شوې۔ده ووئيل پرېس كونسل د نيوزي ليك په معامله هم ايكشن اخستلو سره ټولو ډلو ته نوټس جاري كړی ؤ او اتلس كسيزه كونسل كاروائي كړې وه۔د يادونې وړ ده د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن هم د زيارت په ورځ په يوه خاص مېډيا كښې د آسيه بي بي بهر هېواد ته د لېږلو خبرونه رد كړي وو۔په خپل ټوېټ كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي وو هېډ لائنز جوړولو لپاره جعلي خبرونه خپرول يو عادت جوړ شوې۔د آسيه بي بي كيس حساسه معامله ده۔ د مېډيا يوه برخه دې د ذمه وارۍ څرګندونه وكړي۔ هغه وئېلې وو د آسيه بي بي د هېواد پرېښودلو خبر ډېر غېر ذمه وار دې۔مېډيا دې د ذمه وارۍ څرګندونه وكړي۔

مضمون کا ماخذ : ٹکٹ خریدنے کے حوالے سے الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں