اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان وئېلي دي د تېرو حكومتونو د ناسموو پالېسو په سوب اولس ستونزو سره مخ دے ٬په دې كښې شك نشته چې قام د يو سخت وخت سره مخ دے خو ډېر زر به مونږ په ټولو بحرانونو قابو ومومو٬پ??كس??ان كښې داسې څانګې شته كومې چې د اربونو ډالرو زرمبادلې ګټلو صلاحيت لري٬حكومت د كاروباري ورورولۍ په ګډه د تللو پھ عزم عمل كوي٬د بزنس كميونټي په مرسته به معاشي عمل مخ په وړاندې لاړ شي۔ده دا خبره د جمعې پھ ورځ كاروباري ورورولۍ پلاوي سره خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د يونائيټډ بزنس ګروپ چيئرمېن او د سارك چېمبر آف ك??مرس سينئر دوهم صدر افتخار علي ملك په مشرۍ كښې ده سره وزيراعظم آفس كښې ملاقات كولو۔په دې موقع وزيراعظم ته د سپريم كورټ آف ????كس??ان او وزيراعظم ديامربهاشا او مومند بند فنډ لپاره د كاروباري ورورولۍ د اړخه د 9 كروړه 19 لكه روپو چ??ك وركړې شو۔كاروباري ورورولۍ د اړخه په چ??ك وړاندې كوونكو كښې د فېډرېشن آف ????كس??ان چېمبر آف ك??مرس اينډ انډسټري د پېنډۍ چيمبر آف ك??مرس اينډ انډسټري٬د سرحد چيمبر آف ك??مرس اينډ انډسټري٬د اسلام آباد چيمبر آف ك??مرس اينډ انډسټري٬د فېصل آباد چيمبر آف ك??مرس اينډ انډسټري٬د سيالكوټ چيمبر آف ك??مرس اينډ انډسټري او د سيالكوټ نړيوال هوائي مېدان٬د لاهور چيمبر آف ك??مرس اينډ انډسټري او نور نمائندګان شامل وو۔په دې موقع كاروباري ورورولۍ پلاوي عمران خان له باور وركړو چې د نوي پ??كس??ان جوړولو په كمپائن كښې او سخت معاشي صورتحال مخ نيوي له به د حكومت ملګرتيا كولې شي٬پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وزيراعظم ووئيل د تېرو حكمرانانو غلطو پالېسو په سوب اولس ستونزو سره مخ دے٬په دې كښې شك نشته چې په قام يو سخت وخت راغلې خو ډېر زر به مونږ په ټولو بحرانونو قابو ومومو٬ ده ووئېل پ??كس??ان كښې داسې څانګې شته كومې چې د اربونو ډالر زرمبادلې ګټلو صلاحيت لري٬حكومت د كاروباري ورورولۍ سره په ګډه د تللو عزم باندې عمل كوي٬د بزنس كميونټي په مرسته به معاشي عمل مخ په وړاندې لاړ شي۔ده ووئيل نن حالت داسې راغلې چې د هېواد لويې لويې قامي ادارې په زيان روانې دي۔ده ووئيل تېرو حكومتونو چې د هېواد سره څه كړي هغسې دښمنان هم نه كوي٬ وزيراعظم ووئېل په هېواد كښې د وسائلو كمې نشته خو چې څنګه هېواد لوټ شوې د هغې مثال نه موندلې كېږي ۔ده ووئيل ډېر زر به په ټولو بحرانونو قابو وموندلې شي