اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي) قامي اسمبلۍ نوي ټاكلي سپېكر اسد قېصر ووئېلې دي د قامي اسمبلۍ د غړو لخوا په باور كولو د د??ي مننه كوم٬ د اولس او قامي اسمبلۍ غړو توقعات تر سره كولو لپاره به هڅې كوم او د قائداعظم محمد علی جناح او مولوی تمیز الدین لخوا د جوړو كړو پارلماني رواياتو او ذمه وارو په ځائ ساتلو لپاره به كار كوم ?? ده ووئېل زمونږ ذمه واري ده چې مونږ د خپلو ذاتي ګټو نه پرته د هېواد مفاداتو لپاره كار وكړو ?? ده ووئېل زمونږ ښكلا او وقار پاكستان دے٬ مونږ به په ګډه د اولس خدمت كوٶ۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د سپيكر په توګه د انتخاب نه پس خپلو خبرو كښې اسد قېصر ووئيل زه د لوي څښتن مننه كوم چا چې ما له د پاكستان د قامي اسبملۍ سپيكر په چوكۍ د فائز كېدو موقع راكړه٬ د عمران خان او د نورو ګوندونو لخوا په باور كولو د ھغوي مننه كوم۔ ده ووئيل په ايوان كښې د پخوانو سپيكرانو سردار ایاز صادق، سید فخر امام، ډاکټر فهمیدہ مرزا، محمد میاں سومرو، آصف علي زرداري او د پروېز اشرف غوندې سينئر مشران موجود د?? څوك چې د دې ايوان برخه دي ٬ د د??ي په مشاورت به مونږ مخ په وړاندې ??دم اخلو او په قامي اېجنډا به كار كوٶ۔ ده ووئيل د سپيكر د لويو ذمه وارو احساس لرم او زه به د قائداعظم محمد علی جناح او د مولوی تمیز الدی?? چې كوم روايات دې ??ه ھغو د پورا ختلو به هڅه كوم۔