اسلام آباد ۔ 3 اګست (اے پی پی) د برېښنا لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ د تېرې ورځې غونډې په مهال سناتور اورنګزېب خان د پاكستان حكومت څخه غوښتنه كړې چې د اورکزئی ??یج??سۍ زر??رۍ سيمه كښې د برېښنا بلونو په معامله دې په آئي ډي پيز روان زياتې بند كړې شي۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په جنګ كښې چې څومره مالي او ځاني قربانۍ د دې سيمې اولس وركړي هغه مثال نه لري۔ د سيمې زياتره اولس په خېمو كښې ژوند كوي ولې د كال 2008ﺀ څخه دوئې پسې پرله پسې د برېښنا بل او بقايا جا?? رالېږلې شي۔ ده ووئئېل د برېښنا بلونو دا بقايا جا?? 29 كروړ څخه زيات شوي۔ ده ووئيل زر??رۍ يوه وروستو پاتې سيمه ده ا زياتره اولس ئې د بې وزلې ليكې څخه لاندې په ژوند كولو مجبور دے۔ ده حكومت ته خواست وكړو چې د دې مسئ??ې حل ولټولې شي او د سبسډي په شكل كښې دې فعاله ريليف پېكج وركړې شي۔ ده وئيل حكومت دې ځپليو څخه موجوده بل ترلاسه كړي او بقايا جا??و لپاره دې د قبلولو وړ تګلاره وضعه كړي۔ په دې لړ كښې د سېنېټ قائمه كمېټۍ د مسئ??ې حل له هدايات هم جا??ي كړل۔ كمېټۍ دا پرېكړه هم وكړه چې د برېښنا وزارت چارواكي دې سناتور اورنګزېب خان سره په ګډه د معاملو ترسره كولو لپاره د يادې شوې سيمې اولس دا ستونزه هواره كړي