اسلام آباد ۔10جون (اے پی پی) تحريك انصاف د قامي اسمبلۍ موده ترسره كوؤنكو يو شمېر غړو ته د ګوند ټكټونه جاري نه كړل۔ انجنئیر حامد الحق، ساجد نواز او د ډاکټر اظه?? جدون په شمول د قامي اسمبلۍ يو شمېر پخوانو غړو ټكټونه ترلاسه نه كړې شول۔ د اے پي پي ترمخه د تحريك انصاف لخوا كے پي كے څخه د قامي اسمبلۍ 39 حلقو كښې ?? 31 ??لقو كانديدانو ته ټكټونه جاري كړې شوي دي۔ 8حلقو كښې ټكټونه لا جاري شوې نه دي۔ مراد سعید، سلیم الرحمن،عثمان خان ترکئی،جنید اکبر،خلیل زمان، شهر یار آفریدی،عمران خټک او مجاهد علی ته يو وا??ې بيا ټكټونه جاري كړې شوي دي۔ داوړ خان کنډی، سراج محمد خان او کرنل (ر) امیر اللہ مروت ته ټكټ نه دې وركړې شوې۔ علی محمد خان په اولني پړاؤ كښې ټكټ ترلاسه كولو كښې كامياب نه شو۔ كال 2013 كښې د كامياب كانديد ډاكټر عا??ر زمان په ځائې عمر ايوب خان ته ټكټ وركړې شوې۔ پروېز خټک او اسد قېصر ته هم ددوئي په حلقو كښې ټكټونه وركړې شوي۔ جماعت اسلامی څخه پي ټي آئي كښې شامل شوي شېر اكبر خان ته هم ټكټ وركړې شو۔ دغسې ځين?? صوبائي وزيرانو ته هم د قامي اسمبلۍ ټكټ وركړې شو