اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي﴾ د منصوبه بندۍ او پرمختګ و??ار?? د روان مالي كال د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرام له مخې د كېډ ډويژن پرمختيائي چارو لپاره دوه نيم اربه روپۍ جاري كړی شوي ۔حكومت د روان مالي كال پھ مهال د دې ډويژن پرمختيائي چارو لپاره پنځه اربه 18 كروړه روپۍ بېلې كړی۔د پلاننګ كميسون لخ??ا جاري شوو شمېرو له مخې حكومت په پاك سېكرټرېټ كښې د جومات اپ ګرېډېشن لپاره 14 كروړه روپۍ٬په پمز كښې ډائيګناسټك سروسز لپاره لس كروړه روپۍ٬په اېف اليون ??وم ايكنامكس كالج كښې پرمختيائي چارو لپاره 25 كروړه 36 لكه روپۍ ٬په اسلام آباد كښې د دوو سكولونو اپ ګرېډېشن لپاره 1 ارب 74 كروړو روپو پشمول بېلا بېلو پرمختيائي پروژو لپاره روپې جاري كړی۔