اسلام آباد 13 اپرېل (اے پي پي) سېنېټ د هائي كورټ او سپريم كورټ د كار دائره تر وفاق د سېورې لاندې تر قبائېلي سيمو د پراختيا د بل په اتفاق سر?? منظور كړې دې ٬د بل منظورۍ په مهال د جمعيت علماﺀ اسلام(ف)او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړو د ايوان نه واك آؤټ وكړو۔د سېنېټ غړو د فاټا اولس له مباركي وركړه۔د جمعې په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د بل منظورۍ تحريك د سېفران وفاقي وزير لېفتيننټ جنرال(ر)عبدالقادر بلوچ وړاندې كړو چې د سپريم كورټ او د پیښور هائي كورټ د كار دائره دې تر قبائېلي سيمو پراخا كولو په بل 2018 د ايوان د كم??ټۍ په راپور شوي صورت په سمدستي توګه غور وكړې شي۔ دغسې ايوان د تحريك منظوري ??ركړه او د دې نه پس دا بل وړاندې كړې شو۔د سېنېټ چيئرمېن د بل شق وار منظوري ترلاسه كولو نه پس حتمي منظورۍ لپاره بل ايوان ته وړاندې كړو او سېنېټ په اتفاق سر?? د بل منظوري ??ركړه۔د بل د منظورۍ نه پس سناتور اعظم سواتي مباركي وركولو سر?? ووئيل په اتفاق سر?? د بل په منظورۍ ايوان له مباركي وركوم۔مشاهد حسېن سيد هم د بل په منظورۍ مباركي وركولو سر?? ووئيل نن د قائداعظم د فاټا په اړه وژن ترسره شو۔ده ووئيل بايد پښتون تحفظ موومنت سر?? خبرې وكړې شي٬كه د تحريك لېبك سر?? خبرې اترې كېدې شي نو دوي سر?? هم كېدې شي۔ده ووئيل د جرم د اجتماعي سزا تصور يوازې په اسرائيل شته يا په فاټا كښې ؤ كوم به چې اوس ختم شي۔سناتور مظفر حسېن شاه ووئيل 70 كاله پس د فاټا اولس له حق وركړې شوې۔سناتور سراج الحق٬سناتورې ستاره اياز٬سجاد حسېن طوري او رحمان ??لك هم د بل منظوري خوشبينه وګرځوله او د فاټا اولس ته يې په خاص توګه مباركي وركړه۔ډاكټر جهانزېب جمالديني ووئيل د بل ملاتړ كوم خو د فاټا اولس لپاره جلا عدالتي نظام پكار ؤ۔جاوېد عباسي ووئيل تر فاټا د اعلٰی عدليې د كار دائره پراخا كول يو ښه ګام دے۔دې سر?? به د قبائېلي سيمې اولس رېليف ترلاسه كړي۔ده ووئيل ټول پارلمان د مباركۍ حقدار دے خو محمد نواز شريف او پاكستان مسلم ليګ(ن)په خاص توګه د مباركۍ حقدار دې كوم چې د فاټا اولس سر?? كړي لوظونه ترسره كړل۔د فاټا پارلماني لارښود سناتور اورنګزېب ووئيل هغه د اوركزئي ايجنسۍ د فاټا اولس او د فاټا د پارلماني ګوند لخوا ټول ايوان له مباركي وركوي۔ده غوښتنه وكړه چې اېف سي آر دې په بشپړه توګه ختم كړی شي او فاټا لپاره دې پھ اېن اېف سي كښې درې فيصده برخه بېله كړی شي۔سناتور انوارالحق كاكړ ووئيل دا اقدام قبائېلي اولس لپاره لويې زيرے دے۔ده هيله څرګنده كړه چې اوس به د فاټا د ضم كولو په اړه لويه پريكړه هم وشي۔مولانا عطاﺀ الرحمان ووئيل د فاټا اولس سر?? نن زياتې شوې او د دوي د پوښتنې نه غېر دا هر څه وشول۔د مخالفې ډلې مشرې شيري رحمان ټول پارلمان له مباركي وركړه ااو وې وئېل بل نامكمل دے خو لوظ شوے چې مكمل بل به راوړلې شي۔د دې څخه وړاندې د بل په اړه د ټول پارلمان د كمېتۍ راپور وړاندې كړې شو۔د مخالفې ډلې مشرې سناتورې شېري رحمان دا راپور وړاندې كړو۔د كم??ټۍ په راپور كښې د بل منظورۍ وړاندېز شوې۔د جمعيت علماﺀ اسلام(ف) او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړو د بل وړاندې كېدو نه پس د ايوان نه د احتجاج په توګه واك آؤټ وكړو۔ دغسې ايوان په يوه خله د بل منظوري ??ركړه۔په ايوان كښې موجود كوم غړي هم د بل مخالفت ونه كړو۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل نن پارلمان خپل كار وكړو٬اختلاف كونكي حق لري چې اختلاف وكړي۔مونږ به خپل كار كوو