اس??ام آباد 05 اپریل (اے پی پی)خارجه وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي د ترهه ګرۍ لعنت په ضد كاميابۍ مونږ ته د جمه??ري پاكستان وژن او حقيقت رامخې ته كولو له مرستيالې ګرځي ٬ټول قام د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې يو موټې دے٬ترهه ګر زمونږ خپلواكي ختمول غواړي او كوم هم هېواد په خپل سيمه ايز سالميت بريدونه نظرانداز كولې نشي۔زمونږ ځواكونو د خپل هېواد دفاع لپاره ګڼې قربانۍ وركړي او د هېواد په خاطر نورو قربانيو وركولو له هم چمتو دي۔د زيارت په ورځ درې ورځني د ترهه ګرۍ مخ نيوي نړيوال فورم اختتامي غونډې ته د خطاب كولو پھ مهال خارجه وزير ووئيل پاكستان د ترهه ګرۍ تر ټولو زيات ښ??ار هېواد دے٬ترهه ګر زمونږ خپلواكي ختمول غواړي٬كوم هم هېواد په خپل سيمه ايز سالميت بريدونه نظرانداز كولې نشي۔ده ووئيل قائداعظم محمد علي جناح پاكستان له جمه??ري وژن ور??ړی??د قائد وژن هېواد كښې دننه او بهر د امن او ورورورلۍ وژن ؤ۔هېواد د آئيني جمه??ري اصولو پھ مستحكمو بنيادونو روان دے او د نړۍ ټولو هېوادونو پھ خاص توګه ګاونډيانو هېوادونو سره په ورورولۍ اډانه او امناكه اړيكې زمونږ د خارجه پالېسۍ مهمه ستن ده۔ خارجه وزير ووئېل زمونږ جمه??ري وژن تعليم٬روغتيا٬ځوانانو له روزګار وركول٬اقليتونو ته تحفظ٬مذهبي همغږي٬سماجي او اقتصادي پرمختګ او په قامي پیداوار كښې زياتوالې دے۔ده ووئيل زمونږ وژن پاكستان آسيائي طاقت جوړ ??ړی??د پاكستان شمېره په لويو معيشتونو كښې اوس كېږي۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد د كامياب جنګ نه وروستو حكومت بحالي او د نوې تعمير هلې ځلې په تندۍ سره روانې دي خو زمونږ په ګاونډي هېواد كښې د ترهه ګرو محفوظو استوګنو څخه پاكستان د عدم استحكام سره د مخ كولو له هڅه كېږي