اسلام آباد ۔ 16 فروری (اے پی پی) د پاك سمندري ځواك اسپېشل سروس ګروپ او رائل سعودی نېول فورسز اسپېشل آپرېشن فورسز ترمينځه روان 15 ورځنې دوه اړخيزه سمندري مشق افعی الساحل څلورم كاميابۍ سره پايې ته ورسېد۔ دا مشق د دواړو سمندري ځواكونو ترمينځھ د دوه اړخيزه سمندري مرستې مهم علامت دے۔ د دواړو سمندري ځواكونو ترمينځه د ګډې آپرېشنز صلاحيت وده ٬ په پېشه ور مهارت كښی زياتوالې ٬ ددفاعي تكينك او ??ګل??ر مشق او د سمندري ترهګرۍ مخنيوي له د آپریشنز په اړه د تجربو يو بل سره د ګډولو مشق بنيادي مقصدونه و??۔ سمندري مشق افعی الساحل په دوه پړاؤنو مشتمل وو۔ په اولني پړاؤ كښې زمكيزې هلې ځلې شامل وې چې په مهال ئې وړو ??سلو سره د فائرنګ ٬ اسنائپر فائرنګ، کلوز کوارټر کمبېټ، د دښمن په هدفونو د بريدونو مشق سره سره د شپې په وخت دكېدونكې خاص عمليات او ددفاعي حكمت عملۍ ريهرسل وكړې شو۔ د مشق په دوهم پړاؤ كښې په سمندر كښې د سمندري ترهګرۍ ٬ سمندري قاچاق او بشري قاچاقي مخنيوي له اسپېشل مېری ټائم آپریشنز وكړې شؤ۔ د مشق دوهم پړاؤ فائنل ټېسټ ایکسر سائز (FTX) سره پايې ته ورسېد- د رائل سعودی نیول فورسز اسپېشل آپرېشن فورس کمانډر ، کموډو?? حمدان صالح الشهری هم په دې مهال موجود وو۔ د دواړو ??ېوادونو اسپېشل فورسز ترمينځھ شوې دا سمندري مشق افعی الساحل د دواړو ??ېوادونو ترمينځھ د باور څرګندونه ده۔