کوئټه 29 دسمبر(اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال د کوئټه سېف سټي پراجېكټ په هنګامي بنيادونو د بشپړولو او ?? اسلام آباد او لاهور د منصوبو څخه د استفاده كولو امر كړے دے۔ وفاقي وزير دا امر د جمعې په ورځ د مېتھوډېسټ كليسا كوئټه دورې په مهال كړې۔ په دې موقع د بلوچست??ن پوليس انسپكټر جنرل معظم جاہ انصاري وفاقي وزير ته د دسمبر په 17مه نيټه په كليسا د بريد پحقله بريفنګ وركولو سره ووئيل پوليس او ??منيتي ځواكونو په مړانه د ترهه ګرو مقابله كولو سره په كليسا كښې موجود نارينه ٬ زنانه او ماشوم??ن په حفاظت سره د كليسا نه ر??بهر كړي او په د ترهه ګرو په دې بزدلادنه بريد كښې 9 كسان مړه او ?? 50 نه زيات ژوبل شوي وو ۔ د بريفنګ په مهال ده ووئيل چې كوئټه خښې د 39 كليسو امنيت لپاره جامع انتظامات كړدي۔ په دې موقع د مذهبي چارو وفاقي وزير ٬ سردار محمد یوسف، د قامي اسمبلۍ غړې خلیل جارج ، ډاکټر حامد اچکزئۍ، د اسمبلۍ غړې انیتا عرفان، دوهم میئر محمد یونس بلوچ او ?? وزیراعلیٰ بلوچستان کوارډینیټرعلاؤ الدین کاکړ هم موجود ٶ۔ په دې موقع پادري سائمن بشير او ?? مسيحې ټولې نورو كسانو سره خپلو خبرو كښې وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل په كليسا بريد كوٶنكې د خوږ هېواد او ??نسانيت دښمنان دي٬ د عبادت ځايونه د قام امانت وي٬ د اولس تحفظ د حكومت وړومبۍ ترجيح ده۔ په دې موقع پادري سائمن بشير د وفاقي حكومت لخوا په بشپړه مرسته ٬ د كليسا د بيا رغ??نې او په پېښه كښې د مړه شوعيو كسانو كورنيو لپاره د معاوضې په اعلان كولو د وفاقي وزير احسن اقبال مننه وكړه