اسلام آباد 01 نومبر (اے پي پي)پاكستان او ايران په افغانستان كښې د پائيدار امن٬استحكام او پرمختګ په غرض هڅو له د افغانستان او نړيوالې ورورورلۍ سره د بشپره مرستې پخلې كولو سره ووئيل د افغان شخړی كوم پ??ځي حل ممكن نه دے٬دا مسئله د افغان حكومت او اولس په مشرتابه كښې د سياسي عمل او خبرو د لارې حل كېدې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه پاكستان او ايران په سيمه ايز صورتحال په خاص توګه د افغانستان په اړه په وړومبۍ باضابطه مشاورتي غونډه كښې شوې كومه چې د شورو په ورځ وشوه۔د خا??جه دفتر وياند له مخې دا د دو??ړو هېوادونو ترمينځه د خا??جه چارو وزارت ډائرېكټر جنرلز په كچه وړومبنۍ مشاورتي غونډه وه۔د افغانستان ډائرېكټر جنرل منصور احمد خان د پاكستاني پلاوي ا?? د ??يران پلاوي استازي ډائرېكټر جنرل رسول اسلامي كوله۔دواړو دائرېكټرانو پھ افغانستان كښې د پائيدار امن٬استحكام او پرمختګ لپاره د نړيوالې ورورولۍ او افغانستان هڅو له د بشپړه مرستې او ملاتړ پخلې وكړو۔دوي ووئيل افغانستان كښې پائيدار امن د سيمه ايز استحكام لپاره مهم دے۔دواړه ډلې پھ دې سلا شوې چې د افغانستان د اوږدې مودې شخړی كوم پ??ځي هوارے نشته ۔دوي د افغان مسئلې حل لپاره د سياسي مذاكراتو په ضرورت زور راوړو۔پاكستاني پلاوي ووئيل زمونږ هېواد افغانستان سره سياسي٬امنيتي٬اقتصادي ا?? د ??ولس ترمينځه رابطو ته ډېر اهميت وركوي كومې چې د دو??ړو هېوادونو په ګټھ دي۔دواړو هېوادونو تسليم كړی چې ترهه ګري د سيمه ايز او نړيوال امن لپاره سنګين ??طر دے۔د غونډې په مهال افغانستان كښې د نشه اي توكو د پیداوار په زياتوالې٬قاچاق ٬داعش او د نورو ترهه ګرو تنظيمونو هلو ځلو په زياتوالي د اندېښنو څرګندونه وشوه كومې چې نه يوازې د افغانستان او ګاونډي هېوادونو بلكې د سيمه ايز استحكام لپاره سنګين ??طر دي ۔دوي د ترهه ګرۍ مخ نيوي٬بارډرمنيجمنټ٬نشه اي پیداوار او قاچاق مخ نيوي په غرض سره د ټولو ګاونډي هېوادونو ترمينځه په مرسته ا?? د ??فغان كډوال په عزت سره بېرته خپل هېواد ته د ستنېدو پھ ضرورت زور راوړو۔د غونډې په مهال په سيمه ايزه اقتصادي مرسته ا?? د ??واړو هېوادونو په اړېك?? د ??يالاتو څرګندونه وشوه