اسلام آباد 12 اکتوبر (اے پي پي) د قامي سلامتيا صلاحكار لېفټېننټ جنرال (ر) ناصر جنجوعه وئيلي دي د مدرس?? زده كوٶنكو د عصري تعليم او تربيې د لارې په قامي چو??اټ كښ?? راوستلو لپاره حكمت عملي جوړٶ٬ د هر مكاتب فكر علماء كرامو او د وفاق پينځه واړو مدرسو په مشرۍ كښ?? د مشاورت عمل روان دے۔ده دا خبرې د زيارت په ورځ د مدرس?? زده كوٶنكو په قامي چو??اټ كښ?? راوستلو لپاره د اصلاحاتو پحقله غونډې ته خپلې وېنا كښ?? وكړې۔ په غونډه كښ?? د پېشه وره تعليم او تربيې وزير انجينئر بليغ الرحمان ٬ د اتحاد تنظيم المدارس مشر مفتي منيب الرحمان ٬ حنيف جالندهري٬ مولانا ??ياز حسېن نقوي سره سره د مذهبي چارو او د تعليم وزارتونو اعلٰي چارواكي هم موجود وو۔ ناصر جنجوعه ووئيل حكومت د مدرس?? زده كوٶنكې په قامي چو??اټ كښ?? شاملول غواړي او دې لپاره په مدرسو كښ?? د لازمي مضمونونو سره سره تر ګرېجوېشن تعليم لپاره يو پلان جوړوي٬ نننۍ غونډه د دغې مشاورت برخ?? ده۔ غونډه كښ?? ګډون كوٶنكو د قامي سلامتيا صلاحكار د مدرس?? زده كوٶنكو روښانه سباٶن لپاره د هلو ځلو ستائنه وكړه۔