اسلام آباد 09 ستمبر (اے پی پی) پاكستان كښې د ميانمر سفير يوون منټ خارجه دفتر ته د خالي په ورځ وغوښتلے شو او ده ته د پاكستاني حكومت او اولس لخوا د روهنګيا مسلمانانو ??ه ضد په روان تشدد سخت احتجاج وكړے شو۔ د خارجه دفتر وياند ترمخه خارجه سېكترې تهمينه جنجوعه د ميانمر سفير يوون منټ راوبللو او د روهنګيا مسلمانانو ??ه ضد ئې د تشدد مخنيوي له د فعاله ګامونو ??ورته كولو٬ دوئي ته د امنيت وركولو او دوئي ته په آزادۍ سره د تګ راتګ حقونو ??ركولو په حاجت زور راوړو۔ خارجه سېكترې د ميانمر حكومت ته ووئيل چې هغه دې په سمدستي توګه د روهنګيا مسلمانانو ??ه ضد د روان تشدد پلټنې وكړي او د انسانيت سوز دې پېښو كښې ككړ كسان دے انصاف سره مخ كړي۔ د مسئلې غوره حل لپاره دې د كوفي عنان كمېشن په سفارشاتو عملدرآمد باوري كړې شي۔ په دې سفارشاتو كښې د تشدد فوري مخنيوې ٬ ا??ن په ځائې كول ٬ مصالحت ٬ د بشري خواخوږۍ په بنياد د مرستې سامان رسنه او د شهريت مسئلې شامل دي ۔ د ميانمر سفير خارجه سېكتر ته باور وركړو چې هغه به ??پل حكومت د پاكستاني حكومت او اولس تحفظاتو څخه خبر كړي۔