بیجنګ/اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) د چين خارجه وزير وانګ يي د پاكستان د پائيدار او مضب??ط ملاتړ د عزم پخلي كو??و سره وئيلي دي چې پاکستان سره ازمائيل شويو او د اوږدې مودې ستراتېژيكي اړيكو او دوستۍ ته به وده وركولې شي۔ د چين ورځپاڼې پيپلز ډېلي راپور له ??خې د چین خارجه وزير دا خبره د چين په دوره راغلې د پاكستان خارجه سېكترې تهمینه جنجوعه سره په ملاقات كښې كړې۔ د چين خارجه وزير د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د هلو ځلو او د لويو قربانيو ستائنه كو??و سره وئيلي دي چې نړيوالې ورورولۍ له د پاكستان د هڅو اعتراف كو?? پكار دي۔ د ملاقات په مهال د پاك چين اړيكو د ټولو اړخونو٬ د سيمه ايزو او نړيوالو چارو سره سره د مقبوضه كشمير په وضعه هم تفصيلي خبرې وشوې۔ د پاكستان خارجه سېكترې تهمینه جنجوعه د پاك چين د دوستۍ اهميت را??خې ته كو??و سره ووئيل چې پاكستان د چين د ټولو چارو او بينادي ګټو بشپړه ??لاتړ كو??۔ دې ووئيل د هېواد د 70مې آزادۍ ورځ په موقغ د چين دوهم وزيراعظم وانګ ينګ د پاكستان دورې سره د دواړو هېوادونو ترمېنځه ازمائيل شوې دوستي لا قوي شوې ده۔ د ملاقات په مهال دواړو مشران په افغانستان كښې امن او استحكام لپاره مشاورتي عمل او د پاكستان ٬ افغانستان او چين په خارجه وزيرانو مشتمل د درې اړخيز غونډې اهميت له سلا شول