د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني د سينيئر خبريال پروېز شوکت په مړينه خواشيني وښودله

image

اسلام آباد 26 جنوري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د جنګ ورځپاڼې سينيئر خبريال او د پاکستان فېډرل يونين آف جرنلټس ورکرز صدر پروېز شوکت په مړينه د افسوس څرګندونه كړې ده ۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري بيان له مخې محمد صادق سنجراني د غمژنې كورنۍ سره غمرازي كولو سره د ارواښاد لوړو درجو لپاره دعا وكړه۔ په دې موقع د سېنېټ دوهم چيئرمين سينيټر مرزا محمد افريدي،د حكومتي ډلې مشر سينيټر اسحاق ډار، او د مخالفې ډلې مشر سينيټر ډاکټر شهزاد وسيم هم د اوراښاد په مړينه د غم دړد څرګندونه كولو سره غمژنې كورنۍ سره د يووالي څرګندونه كړې ۔

مضمون کا ماخذ : بونانزا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں