د وفاقي وزير علي امين خان ګنډاپور د قرارداد حق خوداراديت ورځې په اړه پېغام

image

اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي) دكشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين خان ګنډاپور وئيلي دي چې وخت راغلې چې ملګري ملتونه د جنورې په 5مه نېټه 1949م كښې خپل منظوري كړې قرارداد عملي كړي. د قرارداد حق خوداراديت ورځې په اړه په خپل خاص پېغام كښې وفاقي وزير ووئيل چې وخت راغلې چې ملګري ملتونه د جنورې په 5مه نېټه 1949م كښې خپل منظوري كړې قرارداد عملي كړي چې دغسې كشميريان خپلواكي ترلاسه كولو سره په دوي د هند د رياستي ترهګرې خاتمه وشي. ده ووئيل چې د كشمير مسئله هند پخپله سلامتي كونسل ته وړې وه او نن هند پخپله د ملګرو ملتونو د قراردادونو نه انحراف كولو سره په مقبوضه كشمير كښې ظلم او ستم كوي. ده ووئيل چې د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو په اېجنډا حل غوښتونكې مسئله ده او د دې مسئلې په حل كښې ناكامي نه يوازې د ملګرو ملتونو په كاركردګۍ يو سواليه نشان دے بلكې د بشري حقونو نړيوالو ډلو او نړيوالې ټولنې لپاره هم يو ډېر لوي سواليه نشان دے.

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے اعدادوشمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں