اسلام آباد 22 نومبر(اے پي پي) اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي لټېرا ليګ په ښه ډول دروغ وائي ٬ د لټيرا ليګ د مشرانو اکاؤنټس، کاروبار او درملنه په خارج كښې وي٬ قام د پانامه كرپشن او د تورې پېسې انبار نه دې هېر كړې ۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان د جمعې په ورځ خپل ټويټ كښې ووئيل د عدالت نه سزا وار معصوم ثابتولو لپاره د عمران خان امانت او ديانت ته په ګوته نيولو احسن اقبال څه ښه كار نه كوي۔ دې ووئيل چيف الېکشن کمشنر ته سياسي دړكې وركول بندې كړې۔ پخوا په سپريم كورټ تاسو بريد كولو يا تاسو بريف كېسونه ښودل٬ نن بيا په بله جامه قام ته د دهوكې وركولو هڅې كوې ۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل احسن اقبال تاسو چې په كوم ټونټي ټونټي مشن ئې ھغه هېڅ كله سر ته نشي رسېدې٬ عمران خان په كال 2018 كښې 5 كلن سيريز ګټلې دے