نړيوال عدالت د کلبھوشن یادیو خوشې كولو په اړه د هند درخواست مسترد کړې

image

دی هيګ 17 جولائی (اے پی پی) د خارجه دفتر وياند ډاکټر محمد فیصل وئيلي دي نړيوال عدالت د کلبھوشن یادیو خوشې كولو په حقله د هند درخواست مسترد کړې، دا د پاکستان د موقف ګټه ده، پاکستان به د قانون له مخې په پريكړه عملدرآمد کوي۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د شورو پھ ورځ د انصاف نړيوال عدالت د اړخه جاري شوې پريكړې نه بس ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل نړيوال عدالت واضحه كړې چې کلبھوشن به نه خوشې كېږي، د انصاف نړيوال عدالت پريكړې سره د پاکستان موقف ته ګټه رسېدلې ۔ده ووئيل نړيوال عدالت د کلبھوشن یادیو خوشې كولو په حقله د هند درخواست مسترد کړې او پاکستان د ذمه وار هېواد په حیثیت نړيوال عدالت ته وړاندې شوې، ده ووئېل پاکستان به د قانون له مخې په پريكړه عملدرآمد کوي۔ ده ووئيل کلبھوشن یادیو د هند په پاسپورټ پاکستان ته د ويزې نه غير راغلې ؤ، کمانډر کلبھوشن یادیو سره د حسېن مبارك پټیل په نامه جعلی پاسپورټ ؤ۔ ده ووئيل کلبھوشن یادیو د جاسوسۍ او ترهه ګرۍ ګڼو پېښو ذمه وار دے، چې پكښې ګڼ شمير پاكستانيان وژلې شوي۔ ده ووئيل کلبھوشن یادیو د جوډیشل مجسټریټ پھ وړاندې عدالت كښې د ټولو تورونو اعتراف كړې او دا د هندي ریاستی ترهه ګرۍ واضح کیس دے

مضمون کا ماخذ : sorteos dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں