خارجه وزير شاه محمود قرېشي په دوه ورځنۍ سركاري دوره د خالي په ورځ كوېت ته ورسېد

image

اسلام آباد ۔ 18مئی (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي په دوه ورځنۍ سركاري دوره د خالي په ورځ كوېت ته ورسېد۔ د كوېت په هوائي مېدان د كوېت دوهم خارجه وزير صالم الحمدان ٬ پاكستان كښې د كوېت سفير نثار مظهري ٬ كوېت كښې د پاكستان سفير غلام دستګير او د سفارت نورو اعلی چارواكو خارجه وزير شاه محمود قرېشي ته تود هركلې ووې۔ خارجه وزير به د خپلې دورې په مهال خپل كوېتي همڅنګ او د كوېت امير په شمول نورې اعلی مشرتابه سره ملاقاتونه كوي۔ دې ملاقاتونو كښې به د دوه اړخيزه تجارتي او اقتصادي اړيكو په شمول د شريكې خوښې په نورو چارو بحث كولې شي۔ خارجه وزير به كوېتي مشرتابه سره د وېزو په مسئله هم خبرې كوي۔ خارجه وزير به كوېت كښې مېشته پاكستاني كميونټي سره ملاقات كوي او دوئي ته به خطاب هم كوي۔ خارجه وزير به فعاله كاروباري شخصياتو ته پاكستان كښې د سرمايه كارۍ كولو بلنه هم وركوي۔

مضمون کا ماخذ : پاکستان کی مشہور لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں