اسلام آباد 08 اپرېل (اے پي پي) د وزیراعظم احتساب لپاره خاص مرستيال بېرسټر شهزاد اکبر وئيلي دي چې نېب يوه آزاده او خپلواكه اداره ده كومې چې په آزادۍ سره خپل كار روان ساتلې٬ د بدعنوان عناصرو په ضد د نېب كاروائيو ??ښې حكومت هېڅ كار نه لري۔ نجي ټي وي سره په خبرو ??ښې ده ووئيل نېب د پاكستان مسلم لي?? (ن) لارښود حمزہ شهباز په ضد كاروائې د ھغه د بدعنوانيو په سوب كوي۔ ده ووئيل حمزه شهباز له قام ته دا وئيل پكار دي چ?? منظور احمد او محبوب علي څوك دي٬ او ده ھغوي ته د لكهونو په شمېر ډالرې ولې وركړې دي په دې لړ ??ښې نېب ټول دستاوېزي ثبوت او د بانكونو مني ټرېل لري۔ ده تور ولګولو چې د مسلم لي?? (ن) مشران ذاتي مقاصدو لپاره د ادارو د كا??ول?? پوهان دي۔ ده د كال 2014 د لاهور ماډل ټاٶن پېښې حواله هم وركړه چې پ??ښې د مسلم لي?? (ن) قيادت خپلو ذاتي مقاصدو د ترلاسه كولو په خاطر ماشومان ٬ مشران او د مېرمنو پشمول 16 بې ګناه كسان وژلې ٶ۔ ده ووئيل كه نېب د كوم هم كس په ضد د مني لانډرنګ يا كرپشن ??ښې د ككړ كېدو ثبوت لري نو د حمزه شهباز پشمول هر يو كس نيولې هم شي۔ ده ووئيل كله چې نېب د بدعنوان عناصرو په ضد كاروائي كوي نو هغوي په حكومت تورونه لګول پېل كړي