د فنی تربیې وركرې ته زمونږ حكومت پام لرنه كوي

image
APP12-27 ISLAMABAD: March 27 - Federal Minster for Federal Education & Professional Training Shafqat Mehmood addressing at the "TVET related Inter-Provincial Ministerial Conference" arranged by National Vocational & Technical Training Commission (NAVTTC). APP Photo by Saleem Rana

اسلام آباد 27 مارچ (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي د فنی تربیې وركړې ته زمونږ حكومت وړومبۍ پام لرنه كوي ٬فني تعليم او تربيه صنعتي غوښتنو سره سمولو لپاره اصلاحاتي اقدامات كوٶ د ټيوټ څانګې ته د پېښو مسئلو جاج اخستو او د دې مرحله وار حل لپاره لائحه ترتيبولو له د وفاقي حكومت ټاسك فورس كښې ټولو شراكت دارو ته نمائندګي وركړې شوې ۔ وفاقي وزير دا خبرې د شورو په ورځ د نېوټېك تر سېوري لاندې د ټېوټ څانګې پحقله د پاكستان وړومبني بېن الصوبائي منسټېريل كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ کنفرنس ته خپلې وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل زما ايمان دے تعليم او فني تربيې ته د سياست نه پرته كتل پكار دي د دې پرمختګ لپاره ټولو له په ګډه هڅې پكار دي ځكه چې دې كښې زمونږ د قامي ګټې او د ځوانانو د معاشي خپلواكي حل موجود دے ٬ مونږ د مېټرك په كچه د فني تربيې پېل كوٶ دغسې چې مېټرك پاس زده كوٶنكو ته زورګار لپاره پوهه ترلاسه شي۔ ده ووئيل په دې لړ كښې مونږ د او پي اېف وزارت٬ چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټري٬ نجي څانګې او د نورو مركزي شراكت دارو په مرسته ھغه فنون په ګوته كوٶ د كومو چې په قامي او نړيوال ماركيټ كښې غوښتنه كېږي۔ ده ووئيل حکومت ډېر زر په اسلام آباد كښې نېشنل سكل پوهنتون جوړوي او په ټولو صوبو كښې به يو يو سنټر آف اېكسېلېنس سنټرز جوړولې شي۔ وفاقي وزير د ټولو صوبائي حكومتونو پشمول د آزاد كشمير او ګلګت بلتستان په حكومت زور رواړې چې ھغوي ګرد هېواد كښې د ټيوټ نظام جوړولو لپاره په ګډه كار وكړي۔وفاقي وزير د ټولو ګډون كوٶنكو د ټيوټ په څانګه كښې پېښې مسئلې رامخې ته كولو او حل وړاندې كولو سره د ځوانانو هنرمنده جوړولو لپاره د هلو ځلو په روانو ساتلو مننه وكړه۔ په کنفرنس كښې په ګډون كوٶنكو كښې د پنجاب ٬ سندھ٬ خېبرپښتونخوا ٬ فاټا ٬ بلوچستان او د آزاد كشمير وزيرانو٬ د اروپائي ائتلاف ٬ تركيې ٬ المان ٬ ناروے سفيرانو او د چين يو اېس اېډ ٬ يو اېن ډي پي ٬ سكاټ لېنډ و برټش كونسل ٬ جيكا ٬ ټيكا٬ اے ډي پي ٬ جي آئي زي او د ټيوټ ټولو صوبائي ادارو استازو ګډون وكړو۔ ټولو ګډون وكوٶنكو د تعليم وزارت او د نيوټېك د بېن الصوبائي كنفرنس ستائنه وكړه او ټيوټ څانګې ته د پېښو مسئلو هواري لپاره ئې د صوبائي او وفاقي حكومت لخوا د هلو ځلو ډاډګيرنه وكړه۔ د تعليم وفاقي وزير غونډې ته خپل اختتامي وېنا كښې ووئيل د ګډون كوٶنكو لخوا ټول سفارشات “هنر ټولو لپاره” په نامه د ټيوټ څانګې په اصلاحاتي منصوبه كښې شاملولې شي۔ په غونډه كښې په قامي كچه د بېن الصوبائي منسټريل كنفرنس فورم جوړول د ټيوټ څانګې پرمختګ لپاره د يو مستقل فورم په توګه او د شريك لائحه عمل منظوري وركړه۔ دغسې په غٶنډه كښې ګډون كوٶنكو “هنر ټولو لپار” لائحه د يوې قامي لائحې ګرځولو هم منظوري وركړې

مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ کی تجزیات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں