د خارجه دفتر وياند ډاکټر محمد فېصل د اوونيز بريفنګ په مهال د خبريالانو د پوښتنو ځوابونه

image

اسلام آباد 07 مارچ (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند ډاکټر محمد فېصل وئيلي دي او آئي سي د اسلامي نړۍ تنظيم دے ٬ په او آئي سي كښې به د هند د مبصر په توګه حېثيت هېڅكله قبول نه كړٶ٬ هند سره تاو تريخوالې ډېر كم شوې ٬ د جنګ خطر ختم دے يا نه هېڅ نه شي وئيلې كېدې٬ هند كه زمونږ خاموشي كمزوري ګڼي نو د وړاندې غوندې به بشپړ ځواب وركوٶ٬ د سارك د لارې د ترهه ګړۍ پشمول په ټول حل طلب معاملو هند سره خبرو اترو له چمتو يو۔ د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال د خبريالانو د پوښتنو په ځواب وياند ووئيل او آئي سي د اسلامي نړۍ تنظيم دے ٬ په او آئي سي كښې به د هند د مبصر په توګه حېثيت هېڅكله قبول نه كړٶ٬ زمونږ مقاصد واضحه دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل او آئي سي د خارجه وزارت كونسل غونډه كښې هند ته بلنه نه وه وركړې بلكې كوربه هېواد يو اے اي رابللې ٶ خو د پاكستان د نتشوالي باوجود 57 اسلامي هېوادونو په متفقه قرارداد كښې په مقبوضه كشمير كښې د هندي ظلمونو او د بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزيو او د اوسني هندي جارحيت بشپړه غندنه كړې۔ د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل ٬ هند سره تاو تريخوالې كم شوې ٬ د جنګ خطر ختم دے يا نه هېڅ نه شي وئيلې كېدې٬ هند كه زمونږ خاموشي كمزوري ګڼي نو د وړاندې غوندې به بشپړ ځواب وركوٶ٬ څنګه مو چې په تېرو ورځو كښې وركړې۔ ده ووېيل پاكستان يو امن خوښې هېواد دے او هند سره د سارك د لارې د ترهګرۍ پشمول په ټول حل طلب معاملو هند سره خبرو اترو له چمتو يو خو د دواړو هېوادونو ترمېنځه كشمير بنيادي مسئله ده كومه چې د تېرو 70 كالو راهسې حل طلب ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل د مسعود اظهر پحقله به د پاكستان په ګټه پرېكړه كولې شي۔ ده ووئيل دا خبره د وياړ جوګه ده چې مونږ هند په سفارتي ٬ پوځي ٬ سياسي او د ميډيا په ډګرونو ماتي سره مخ كړې٬ د هند لخوا د پاكستان د سمندري حدونو د خلاف ورزۍ په اړه وياند ووئيل په دې لړ كښې د سفارتي غبرګون پرېكړه كول پاتې ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل د پلوامه بريد په اړه د هند لخوا ډوزيئر ترلاسه شوې ٬ د ډونيئرز جاج اخستل روان دي او د دې ځواب به وركولې شي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاكستان د كرتارپور لارې د لوظنامې مسوده نوې ډيلي سره شيېر كړې وه او په دې لړ كښې به د دواړو هېوادونو ترمېنځه خبرې اترې په راتلونكي زيارت اټاري كښې كېږي

مضمون کا ماخذ : فروٹ شاپ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں