هېواد كښې د سازشونو مشر عمران خان او سهولت كار فيض حميد ؤ،چا ته هم اجازه نشته چې هېواد كښې تباهي خپره كړي ۔ د اطلاعاتو وفاقي وزير عطاءالله تارړ پرېس كنفرنس

image

اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي) د اطلاعاتو، خپرونو ، قامي ورثې او كلتور وفاقي وزير عطاءالله تارړ وئيلي هېواد كښې د سازشونو مشر عمران خان او سهولت كار فيض حميد ؤ، پاك پوځ كښې د خود احتسابۍ خپل ميكنزم دے،د پلټنو د كار دائره پراخه كيدل ښكاري، د پنجاب وزيراعليٰ مرېم نواز په صوبه كښې د برېښنا صارفينو له لوئ ريليف اعلان كړې، د نواز شريف په قيادت كښې مسلم ليګ (ن) عمر له د اولس خذمت كړې او د اولسې خذمت دا مزل به روان وي۔د خالي په ورځ پي ټي وي هيډ كوارټرز كښې پرېس كنفرنس ته وينا كښې وفاقي وزير اطلاعات ووئيل د محمد نواز شريف په مشرۍ كښې مسلم ليګ (ن) عمر له اولسي خذمت او د افهام و تفهيم سياست كړې۔ محمد نواز شريف د 90ء په لسيزه كښې د سوئيلي اسياﺀ وړومبې موټر وے جوړ كړې او بيا ئې ټول هېواد كښې د موټر ويز جال خپور كړے ، كاروباري آسانۍ ئې پيدا كړي چې له مخې ئې پاكستان اكنامك ريفارمز ايكټ راغلے دغه وړومبې ايكټ ؤ كوم سره چې كاروباري ورورولۍ ته آسانۍ ترلاسه شي۔ده ووئيل نواز شريف اتومي چاؤدنې كړې ، د موټر ويز جال ئې خپور كړې ، د برېښنا منصوبے لګولې شوي۔ وفاقي وزير ووئيل د پنجاب حكومت تر 500 يونټ د برېښنا بلونو كښې دوه مياشتو لپاره يو يونټ 14 روپۍ كم كړې او دې مقصد لپاره 45 اربه روپۍ بيلي شوې كوم چې تارخ كښې مثال نه لري۔ده ووئيل د پنجاب حكومت د اړخه اولس له ريليف وركولو لپاره لوئ اقدم شوې۔ده ووئيل 2018ء خخه وړاندې ګراني 4 فيصده وه او شرح نمو 6 فيصده، دې نه پس يو دور راغے چې پكښې ګراني 22 فيصده څخه زياته شوي،په دغه دور كښې د 190 مليونه پاؤنډ او توشه خانې ډالۍ لوټلې شوي، سائفر ډرامه شوي۔ده ووئيل اوس بيا ګراني 11 فيصده ته راغلې او ټولو نړيوالو مالياتي ادارو او جريدو وئيلي چې ګرانۍ كښې به نور كمي هم راشي۔ وفاقي وزير وئويل وزيراعظم د آزادۍ ورځ په موقع اولس له د پټروليم مصنوعات بيعو كښې د كمي كولو ډالۍ وركړې۔دې څخه وړاندې وزيراعظم تر 200 يونټ برېښنا استعمالونكو صارفينو له درې مياشتو لپاره 50 اربه روپۍ سبسډي وركړې كوم چې لوئ ا قدام ؤ۔ده ووئيل وفاقي حكومت او د پنجاب حكومت د برېشنا بيعو كښې كمي لپاره لوئ اقدامات كړې دغسې چې اولس ته آسانۍ ترلاسه شي۔ حالات ښه كولو او اولس له ريليف وركولو لپاره چې كوم اقدام كول ؤ ، د نواز شريف په مشرۍ كښې به هغه ټول كولې شي۔ وفاقي حكومت د شهباز شريف په مشرۍ كښې او د پنجاب حكومت د مرېم نواز په مشرۍ كښې په اولسي ايجنډا عمل كوي،اولس له به هر ډول ريليف وركولې شي۔ ليفټيننټ جنرل (ر) فيض حميد نيولو په اړه وفاقي وزير ووئيل پاك پوځ سپيځلې پلټنې كړي ، پوځ كښې د خود احتسابۍ خپل ميكنزم دې، د پاك پوځ شميره د نړۍ په ښه ادارو كښې ځګه كېږي چې دوي په خود احتسابۍ باور لري۔ده ووئيل د دې پلټنو د كار دائره پراخه كيدل ښكاري۔ده ووئيل د يو سياسي ګوند ليډر هېواد كښې د انتشار او تقسيم سياست كړې،هېواد كښې ئې بدامني پيدا كړي او د هېواد سلامتيا ته ئې زيان رسولو هڅه كړي۔ وفاقي وزير وئويل هېواد كښې انتشار خپرولو لپاره د ټولو سازشونو مشر عمران خان او سهولت كار ليفټيننټ جنرل (ر) فيض حميد او نور كسان ؤ، د پي ټي آئي باني چيئرمېن په مشرۍ كښې دغه ټول سازشونه كيدل۔ ده ووئيل چا ته هم اجازه نشته چې هېواد كښې تباهي خپره كړي۔ وفاقي وزير ووئيل د پي ټي آئي باني چيئرمېن د وګړو سره په ګډه وئيلي ؤ چې بايد طالبان بيرته راشي، هغه طالبان بيرته راوستلي او دلته ئې مېشته كړي،نن په هېواد كښې د امن و امان د خراب صورتحال ذمه دار دغه كسان دي۔ده ووئيل د پي ټي آئي باني چيئرمېن په مشرۍ كښې د انتشار خپرولو هڅه كښې دغه كسان شامل ؤ،هغوې قامي سلامتيا ته زيان رسولې،هېواد كښې انتشار خپور شوې ، شواهد رامخې ته كېږي چې د پي ټي آئي باني چيئرمېن رابطه بحال وه۔ نه يواځي هغه د تحريك عدم اعتماد په مهال د ګټھ جوړ سياست كړې بلكه زندان څخه به ئې هم د پيغام رسني كار كولو۔ده ووئيل د پاك پوځ د خود احتسابۍ عمل ستائيو،دا يه مثبت اقدام دے ٬ چې څوك هم هېواد كښې انتشار خپروي د هغه انجام به دغسې وي۔ده وئويل بايد نوري اداري هم خود احتسابي وكړي او هغې د كار دائره پراخه كړې شي۔اولس له د برېښنا د بلونو په بيعو كښې د ريليف په اړه ده وئويل وفاقي حكومت د بلوچستان حكومت سره په ګډه شمسي توان په ټيوب ويلو لګولو شريكه پروژه پيل كړي۔ دې سره به اولس ته ريليف ترلاسه شي۔ده وئويل وزيراعظم شهباز شريف د رائټ سائزنګ او ډاؤن سائزنګ په اړه هم د يوې غونډي مشري كړي۔كومي ادارې چې په سركاري خزانے بوجھ دي،د هغې په اړه ئې تجاويز غوښتلې دي۔د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير وئويل د برېښنا په اړه وړاندې څخه وزيراعظم يو ټاسك فورس جوړ كړے كوم چې خپل كار كوي،په هغې كښې به د آئي پي پيز په چارو هم نظرثاني كولې شي ۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل په لوبو څوك هم اختلاف ونه كړي ، د ميډيا توسط سره د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ ته وايم چې اولس له د لوبو آسانۍ وركړي۔په خېبر پښتونخوا كښې ښه لوبغاړي شته،زمونږ د كركټ ځينې لوبغاړي خېبر پښتونخوا څخه تعلق لري۔ده ووئيل ارشد نديم د قام فخر دے،مونږ غواړو چې د ارشد نديم په شان ځوانان د هېواد نامه روښانه كړي۔

مضمون کا ماخذ : loteria estadual
متعلقہ مضامین
مزید خبریں