په ننكانه صاحب كښې د غندنې وړ په پېښه او په هند كښې اقليتونو سره په سلوك كښې ډېر فرق دے، مسلمانان هدف كولو سره په دوي بريدونه كول د آر اېس اېس د اېجنډې برخه دي، د ننكانه پېښه زما د وېژن په ضد ده. وزيراعظم عمران خان

image

اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې په ننكانه صاحب كښې د غندنې وړ په پېښه او په هند كښې اقليتونو سره په سلوك كښې ډېر فرق دے، مسلمانان هدف كولو سره په دوي بريدونه كول د آر اېس اېس د اېجنډې برخه دي، د آر اېس اېس غنډه ګان مسلمانان په نښه كوي. د اتوار په ورځ په ټويټر په خپل ټويټ كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل چې د ننكانه پېښه زما د وېژن په ضد ده، داسې پېښې د زغملو وړ نه دي، داسې پېښو ته به حكومت، پوليس او عدليه تحفظ ورنه كړي. وزيراعظم ووئيل چې په ننكانه صاحب كښې د غندنې وړ په پېښه او په هند كښې اقليتونو سره په سلوك كښې ډېر فرق دے، د ننكانه پېښه زما د وېژن په ضد ده او د ناقابل برداشت اقدام دے. د دې په مقابله كښې مودي د آر اېس اېس د نظرئې له مخې په اقليتونو د ظلم او ستم ملاتړ كوي. د مسلمانانو په ضد د آر اېس اېس ګڼه د مودي د حكومت او پوليسو ملاتړ لري.

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری لائیو
متعلقہ مضامین
مزید خبریں