وزيراعظم عمران خان د يمن په معامله د رياض د تاريخي لوظ نامې هركلے

image

اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د يمن په معامله د ترسره شوې تاريخي رياض لوظ نامې هركلي كولو سره دا لوظ نامه د شخړي سياسي حل او د پائيداره امن او سلامتيا په لوري يو مهم ګام ګرځولې ۔د شورو په ورځ په خپل يو ټوېټ كښې ده ووئيل پاكستان د سعودي عرب مشرتابه او متحده عرب امارات حكومت په مرسته او ملاتړ د شوو اقداماتو په نتيجه كښې د ترسره شوې رياض لوظ نامې هركلے كوي۔وزيراعظم ووئيل مونږ په دې پوهېږو چې دا لوظ نامه په يمن كښې د سياسي حل او پائيدار امن او سلامتيا په لوري مهم ګام دے۔)ګ ل

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ آن لائن دستیاب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں