د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د وزيراعظم پاكستان عمران خان وېنا د كشمير مسئلې په اړه بې مثاله سفارتكاري وه۔ د آزاد كشميړ سياسي مشران او حريت كنفرنس

image

اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) د آزاد كشميړ سياسي مشرانو او حريت كنفرنس وئيلي دي چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د وزيراعظم پاكستان عمران خان وېنا د كشمير مسئلې په اړه بې مثاله سفارتكاري وه٬ وزيراعظم نړيوال ضمير په ښه ډول راويښ كړے۔ د آزاد كشمير پخواني وزيراعظم سردار عتيق احمد خان د وزيراعظم د وېنا هركلې كولو سره وئيلي دي چې د عمران خان وېنا د پاكستاني قوم د جذباتو عكاسي وه۔ عمران خان چې څه وئيلي دي هغه د جمو او كشمير د دوه كروړه اولس آواز دے۔ وزيراعظم كشميريانو لپاره د سفارتكارې حق ادا كړے۔ بايد ټول سياسي ګوندونه په هوائي اډه د وزيراعظم هركلې وكړي۔ سياسي ګوندونه دې وزيراعظم ته هغه مقام وركړي كوم چې په ملګرو ملتونو كښې وركړے شوے۔ د حريت كنفرنس د آزاد جمو كشمير څانګې كنوينئر فېض نقشبندي٬ سيد عبدالله ګېلاي او نورو هم د وزيراعظم مننه كړې چې د كشمير مسئله ئۍ په ښه ډول وړاندې كړې۔ مشعال ملك وئيلي دي چې وزيراعظم عمران خان د هند اصل څېره نړۍ ته ښودلې۔ د آزاد كشمير د اطلاعاتو زير مشتاق منهاس هم د وزيراعظم د وېنا ستائنه كړې۔

مضمون کا ماخذ : بولو دا میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں