د اولس مشر ډاكټر عارف علوي د معيار او پالېسۍ په اړه د مسائلو او چېنلجونو په اړه كنفرنس ته خطاب

image
APP10-04 ISLAMABAD: December 04 - President Dr. Arif Alvi addressing the International Conference on Quality Assurance System, Standards and Policies: Issues and Challenges in Pakistan. APP

اسلام آباد ۔ 4 دسمبر (اے پی پی) اولس مشر ډاکټر عارف علوی وئيلي دي زده كړو سره سره معيار ته به هم پام ګرځول وي۔ معيا ترلاسه كولو او كاميابۍ له به په مستقل مزاجۍ او جذبه كار كول وي۔ حکومت د بېوروكرېسي غوره معيار جاج اخستو له د ډاكټر عشرت حسېن په مشرۍ كمېټي جوړه كړې ۔ پوهنتونونه دې د ماركيټ طلب له مخې ځوانانو ته تعليم وركړي ٬ معيار لپاره مور او پلار خپلو بچو ته په لويو فيسونو وركولو تعليم وركوي۔ د غوره پالېسيو له امله معيشت مستحكم شوې او معاشي اشاريې په مثبت لورې روانې شوې۔ د دې خيالاتو څرګندونه اولس مشر د معيار او پالېسۍ په حقله د مسائلو او چېنلجونو په اړه كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ اولس مشر ووئيل د ژوند په هره څانګه كښې معيار بنيادي اهميت لري۔ پوهنتونونه دې څېړنې لپاره ملكي مصنوعاتو څخه مرسته ترلاسه كړي۔ پوهنتونونه دې د ماركيټ د طلب له مخې ځوانانو ته تعليم وركړي دغسې چې هغوي په غوره ډول د ټولنې خذمت وكړي۔ ده ووئيل زده كړو سره سره بايد معيار ته هم پام لرنه وكړې شي٬ معيار لپاره مور او پلار خپلو بچو ته په لويو فيسونو وركولو سره تعليم وركوي۔ ده ووئيل د حكومت د غوره پالېسيو له امله معيشت مستحكم شوې او معاشي اشاريې په مثبت لورې روانې شوې۔ ده ووئيل تېرو ورځو كښې د برطانېې شهزاده او د هغه كورودانې د پاكستان دوره وكړه۔ د شاهي جوړې دورې سره د پاكستان په نړيواله كچه ستائنه وشوه او د هېواد غوره تشخص په ډاګه شو۔ ده ووئيل حكومت هره څانګه كښې د معيار غوره كولو هڅې كوي۔ ده ووئيل بېوروكرېسي كښې د غوره معيار جاج اخستو له د ډاكټر عشرت حسېن په مشرۍ كښې كمټي جوړه كړې شوې۔ ده ووئيل مونږ له به په علم اډانه د معيشت زغل كښې د 20 كروړه ودانۍ ښه والې باوري كولو له د تعليم نظام لا پياوړې كول وي۔ ده ووئيل علم لپاره هڅې يوازې تر مېرټ بايد محدود نه وي بلكې په دې كښې توازن پېدا كولو ته اړتيا ده دغسې چې بشري پرمختګ مخ په وړاندې لاړ شي۔ دستورې ته خپل خطاب كښې د وفاقي تعليم او پېشه ورې تربيې وفاقي وزير شفقت محمود ووئيل حكومت هېواد كښې يو ډول نصاب معارفي كولو له هڅې كوي دغسې چې سركاري او نجي تعليمي ادارو كښې د طالبعلمانو ترمينځھ فرق ختم كړې شي۔ ده ووئيل كامياب جوان پروګرام به هنرمندو ځوانانو ته د روزګار وركولو ذريعه جوړه شي۔ د احساس پروګرام له مخې به انډر ګرېجواېټس پروګرامونو له هر كال 5 اربه روپۍ بېلولې شي۔ ده ووئيل هر كال به 50 زره طالبعلمانو ته وظيفې وركولې شي او راتلونكو 4 كلونو كښې به 2 سوه زره طالبعلمان د دې نه استفاده وكړي۔ ده ووئيل دا مهال 8 زره پاكستاني طالبعلمان امريكا كښې زده كړې كوي۔ ده ووئيل اقتصادی موقعو او پرمختګ لپاره به امريكا په نورو تعليمي رابطو كښې مرسته وكړي۔ د لوړو زده كړو كمېسيون ډاكټر طارق بنوری ووئيل د دې كنفرنس مقصد د تعليم پرمختګ او د نړيوال معيار ودې له موقعو او ګامونو څخه ګډون كوؤنكي خبرول دي

مضمون کا ماخذ : estratégias para lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں