د مدينې رياست زمونږ منزل دے ٬كوم ته رسېدو له چې د لارو تعين كوٶ٬ د تير يو كال په مهال د پاكستان عزت ګرده نړۍ كښې تسليم كړې شوې

image
APP20-21 LAHORE: November 21 – President Dr. Arif Alvi addressing at the inaugural ceremony of 5th China Agro Chemical (CAC) Pakistan Summit. APP

لاهور 21 نومبر(اے پي پي ) اولس مشر ډاکټرعارف علوي وئيلي دي د مدينې رياست زمونږ منزل دے كوم ته رسېدو لپاره چې د لارو تعين كوٶ٬ د تير يو كال په مهال د پاكستان عزت ګرده نړۍ كښې تسليم كړې شوې ٬ تورې وريځې تې ٬ پاكستان د نړۍ په وړاندې د يو ښائسته او د زړه راښكونكې جزيرې په ډول رامخې ته شوې ۔ اولس مشر مشر ډاکټرعارف علوي دا خبرې په علامه اقبال اولسي مېله او بك فيئر دستوره كښې د انعامونو وېشلو او سېمينار ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع د سكولز اېجوكېشن صوبائي وزير ډاکټر مراد راس،د پي ټي آئي مركزي لارښود اعجاز چوهدري،عبدالمنان خرم ،شعيب صديقي او د اقبال اکادمي مرکزي عهديداران ظهير احمد او نور هم موجود وٶ۔ اولس مشر ووئيل د اقبال فكر د اسلامي نړۍ د يو كولو او په يو ځائ د اوسېدو خبره كوي٬ په اصل كښې زمونږ د ټولو منزل يو دے٬ د اقبال لخوا د دوه قامي نظريه نن هم ژوندۍ ده كومه چې د هند وزيراعظم مودي د هند په مسلمانانو او په كشميريانو د ظلمونو كولو سره ژوندۍ ساتلې ۔ ده ووئيل مودې نن ھغې كندې ته لوېدلې د كومې نه چې مونږ راوتې يو۔ ده ووئيل د نن ځوانان د اقبال فكر سره سمولو ته اړتيا ده كومې لپاره چې حكومت په نصاب كښې اقباليات شامل كړې ۔ده ووئېل زمونږ طاقت زمونږ ځوانان دي او هم د دوي په سوب به د قام پرمختګ او سوكالي باوري كېږي۔ ده ووئيل تر كومې چې د رياست خبره ده نو تحريك انصاف پاكستان جديد اسلامي جمهوريه پاكستان جوړول غواري چې پكښې اولسي فلاح هم وي او دلته د مېشته انسانانو د ځان او مال تحفظ هم وي كومې لپاره چې د ګردې نړۍ جديد علوم دې ذهين ځوانانو ته رسولې شي۔ په دې موقع اولس مشر ډاكټر عارف علوي ګډون

مضمون کا ماخذ : راکی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں