پاکستان او امریکا د دوه اړخيزه تجارت په شمول بېلو څانګو كښې مرستې ته په وده وركولو سلا شول

image

اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پی پی) پاکستان او امریکا د دوه اړخيزه تجارت په شمول بېلو څانګو كښې مرستې ته په وده وركولو سلا شوي دي۔ دا سلا امريكائي كانګرېس كښې د ډېموکرېټ ګوند غړو هایمز او مالونے او خارجه وزير شاہ محمود قرېشی ترمينځھ د نهې په ورځ خارجه وزات كښې د ملاقات په مهال خبرو كښې راغلې۔ د خارجه دفتر وياند لمخې ملاقات كښې د پاک امریکه اړيكو او د مقبوضه كشمير صورتحال په شمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان امريكا سره دوه اړخيزه اړيكې مهمې ګڼي۔ دواړو هېوادونو د ترهګرۍ په شمول منطقې ته د پېښو چېلنجونو په ګډه مقابله كړې ده۔ شاه محمود قرېشي ووئيل پاكستاني وګړي امريكا كښې په ګڼ اړخيزه څانګو كښې خذمات ترسره كوي۔ پاكستان د سېلګرو او كاروباري حضراتو آسانۍ له ” وېزہ رجیم” معارفي كړې دې۔ زمونږ د امريكا اوسنۍ دورې په مهال د وزیراعظم عمران خان او اولس مشر ټرمپ ترمينځھ ملاقات ډېر ګټور وو۔ د مقبوضه كشمير صورتحال په اړه خارجه وزير ووئيل د هند د اګست په 5 مه نېټھ پورته كړي يو اړخيزه او غېر قانوني ګام منطقه سختو خطرو سره مخ كړې ده۔ ده ووئيل مقبوضه جموں وكشمير كښې 58 ورځو څخه پرله پسې كرفيو ده۔ د هند لخوا د بشري حقونو سختو خلاف ورزيو لړۍ روانه ده۔ 80 لکھ تش لاسې كشمريان به هندي ظلم او زياتي څخه خلاصولو له خپل كردار ترسره كول وي۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل پاکستان د افغان امن عمل په شمول منطقه كښې امن په ځائې كولو له شريكې ذمه وارۍ سره خپل كردار ترسره كوي۔ وزیراعظم عمران خان طالبانو سره د مذاكراتو لپاره بيا بحال كولو په حاجت زور راوړې دې ولې چې منطقه كښې تل پاتې امن له

مضمون کا ماخذ : کینڈی کیش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں