د آزاد جموں وكشمير ولسمشر انسانيت بچ كولو له ملګرو ملتونو څخه د كشمير بچ كولو غوښتنه

image

میرپور ۔ 26 ستمبر (اے پی پی) د آزاد جموں و كشمير ولسمشر سردار مسعود خان د او آئي سي مشرتابه ٬ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر او سلامتي كونسل څخه د كشميري اولس غږ وړاندې كولو غوښتنه كړې ده دغسې چې ټولې نړۍ لپاره د رامخې ته كېدونكې ستونزې مخنيوي وكړې شي۔ د شورؤ په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 74 مې غونډې په مهال د كشمير په اړه يو بيان كښې ده د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل زور راوړو چې د هندوستان روان جارحانه انداز دې ختم كړې شي د كوم دلاسه چې د منطقې امن او سلامتيا ته سخت خطر دې۔ ده په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې هغه دې د كشميري اولس هيلو ترمخه او د ملګرو ملتونو د قراردادونو په رڼا كښې د كشمير مسئلې په انصاف اډانه حل ولټوي۔ ده ووئيل ممكنه تباهي خپرونكي جنګ څخه بچ كېدل د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل ذمه واري ده۔ ده ووئيل کرفیو او ټېلی مواصلات بلیک آؤټ 54 ورځو څخه پرله پسې موجود دې۔ كورونو كښې محاصره كړې شوي وګړي اوبه او داروګان نه لري۔ ده د افسوس څرګندونه كولو سره ووئيل په حراست كښې اخستلې شوي كسان د واټر بورډنګ ٬ د برېښنا جھټكو ٬ كېبلز او سيخونو سره وهلې شي۔ د نيمې شپې چھاپو كښې هندي عسكر كورونو ته ننوځي۔ ضعيفان په لتو وهي او د دوئي سپكاوې كوي۔ مېرمنو ته د بې حرمتۍ دړكې وركوي۔ ده ووئيل د هند د اګست په 5 مه نېټه يو اړخيزه او جارحانه كارروائۍ سره د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو او نړيوال قانون خلاف ورزي شوې ده۔ ده ووئيل هند منطقه جنګ ته ټېله كوي او پاكستان ته د جوهري وسلو كارولو دړكه وركوي۔ ده په دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه چې د اسلامي مرستې تنظيم په شمول نړيواله ورورولي د كشميريانو په نسل كشۍ ٬ عامې وژنې او نسلي صفائۍ خاموشه تماشيان جوړ شوي دي۔ ده په سلامتي كونسل زور راوړو چې په سمدستي توګه خپله يوه غونډه راوبلي او ته هغه وخت دا روانه وساتلې شي تركومې چې د ملګرو ملتنو د چارټر 6 او 7 م باب ترسېوري لاندې جموں وكشمير كښې د لاس وهنې او هندي جارحيت مخنيوي ونكړې شي۔ ده د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر ته وړاندېز وركړو چې هغه جموں وكشمير لپاره يو خاص استازې وټاكي كوم چې د سلامتي كونسل مرسته وكړي او دغسې چې هغه مقبوضه كشمير كښې د جبر ختمولو له چاپېرچل جوړ كړي او ددې مسئلې حل له د ګڼ اړخيزه سفارتكارۍ دروازې پرانېزي۔ ده د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كونسل څخه دغلته د كمېشن آف انكوائري جوړولو غوښتنه هم وكړه كوم چې مقبوضه وادۍ كښې د هند لخوا د بشري حقونو خلاف ورزيو په اړه راپور تيار كړي

مضمون کا ماخذ : dupla sena acumulada
متعلقہ مضامین
مزید خبریں