اسلام آباد ۔ 23 اګست (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ دوهم پارلماني كال اولنۍ غونډه به د ستمبر په 2 م نېټه ماځيګر 4 بجې پارلېمنټ هاؤس كښې كېږي۔ د غونډې مشري به د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر كوي۔ غونډه كښې به د مهمو قومي چارو په شمول د ايوان د معمول په كارروائۍ غور كولې شي۔ د ذريعو لمخې د قومي اسمبلۍ دې سېشن كښی به په مقبوضه كشمير كښې په روان هندي ظلم او زياتي او د بشري حقونو خلاف ورزيو په ډاګه كولو بحث كولې شي