صدر مملکت آصف علي زرداري په اوسنو بارانونو كښې د هېواد په بېلو برخو كښې په ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه وكړه

image

اسلام آباد 02اګست (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري په اوسنو بارانونو كښې د هېواد په بېلو برخو كښې په ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه كولو سره د باران ځپلو خلقو مرستې لپاره د هلو ځلو تندولو په ضرورت زور رواړے۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت د بارانونو له امله په رامخې ته شوو پېښو كښې د حق رسېدليو كورنيو سره غمرازي وكړه۔ ده ووئيل بارانونو سره د تړلو پېښو او د قېمتي ځانونو زيان څخه بچ كېدو لپاره احتياطي تدبيرونه اختيارولو ته اړتيا ده۔ صدر مملکت ووئيل د پېښو نه بچ كېدو او د اوبو ويستل لپاره به انتظاميه له په وخت اقدامات كول وي۔ آصف علي زرداري په پېښو كښې د حق رسېدلو بخښنې لپاره دعا كولو سره غمژنيو كورنيو سره د يووالي څرګندونه وكړه ۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں