وزیراعظم عمران خان سره د منی ګرام کمپنۍ چیف اېګزېکټو او چیئرمین ولیم الېګزنډر هولمز په مشرۍ كښې د پلاوي ملاقات

image

اسلام آباد ۔ 25 نومبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان سره د منی ګرام کمپنۍ چیف اېګزېکټو او چیئرمین ولیم الېګزنډر هولمز په مشرۍ كښې پلاوي د ګل په ورځ وزيراعظم هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ د خزانې صلاكار ډاکټر عبدالحفیظ شېخ او د تجارت صلاكار عبد الرزاق داؤد هم ملاقات كښې موجود وو۔ منی ګرام انټرنېشنل انکارپورېشن د پېسو د ترسیل په نړيواله توګه منلې شوې امريكائي كمپني ده كومه چې 200 څخه زياتو هېوادونو كښې په نزدې درې نيم لكه ايجنټ ځايونو خپل خذمات ترسره كوي۔ په ګرد هېواد كښې د مني ګرام 7 زره شراكتداران دي د كومو د لارې چې سمندر پورې پاكستانيانو ته هم آسانۍ ترلاسه كېږي او هغوي ددې د لارې د پاكستان كوم هم بانك ته آسانۍ سره خپل ترسيلات زر منتقل كوي۔ وزیراعظم د منی ګرام انټرنېشنل د لارې د پاكستان تندۍ سره پرمختګ كوؤنكي معيشت كښې خپل كاروبار ته پراختيا وركولو كښې د خوښۍ څرګندونه خوشبينه وګرځوله۔ وزیراعظم ووئيل حكومت د باقاعده چېنلو د لارې د زيات ترسیلات زر رالېږلو حوالې سره په زړه راكښونكي پېكج غور كوي۔ ولیم الېګزېنډر هولمز وزیراعظم د خپلې كمپنۍ پروفائل او پاکستان كښې د كاروبار په اړه خبر كړو۔ ده ووئيل منی ګرام د موجودہ حکومت ويژن په رڼا كښې مالياتي شموليت او په خاص توګه د تارکین وطن لخوا د پېسو محفوظ او تندۍ سره د منتقل كولو ډاډګيرنې له حكومتي هڅې قوي كوي۔ وزیراعظم پلاوي ته باور وركړو چې حکومت به کمپنۍ ته پاكستان كښې خپل كاروبار ته پراختيا وركولو او هېواد ته په خپل محنت ګټلې شوې پېسې رالېږونكو سمندرې پاكستانيانو سره هره ممكنه مرسته كوي

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی ترکیبیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں