د پخوانو قبائيلي سيمو په خېبر پښتونخوا كښې ضم كېدل يو مثالي او تاريخي پېشرفت دے

image
APP51-15 ISLAMABAD: November 15 - Chief Minister Khyber Pakhtunkhwa Mahmood Khan presiding over a meeting with a delegation of Tribal elders from South Waziristan at Khyber Pakhtunkhwa House. APP

اسلام آباد 15 نومبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا اعلٰې وزير محمود خان وئيلي دي د پخوانۍ فاټا قبائيلي سيمو په خېبر پښتونخوا كښې ضم كېدل يو مثالي او تاريخي پېشرفت دے۔ اعلٰې وزير دا خبرې د جمعې په ورځ په پښتونخوا هاٶس اسلام آباد كښې د سوئيلي وزيرستان څخه د راغلو قبائيلي مشرانو جرګې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل دا مهال حكومت په مجموعي پرمختيائي او فلاحي لائحه كښې د ضم شوو ضلعو بهترۍ او پرمختګ ته فوقيت وركوي۔ ده ووئيل اولس ته په سمدستي توګه ريليف وركولو لپاره يو شمېر ګامونه پېل پورته كړې شوي۔ ده ووئيل د قبائيلي مشرانو او ټولو شراكت دارو په مشاورت لس كلنه پرمختيائي لائحه هم وضعه كړې شوې ده

مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں