د وكيلانو په شمول د سائلينو مسئلو حل كول د حكومت ذمه واري ده۔

image
APP03-01 ISLAMABAD: November 01 – Special Assistant to PM, Dr. Firdous Ashiq Awan talking to media persons during her visit to Kacheri in the federal capital. APP photo by Saeed-ul-Mulk

اسلام آباد ۔ 01 نومبر (اے پی پی) اطلاعاتو او خپرونو لپاره د وزيراعظم خصوصي مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي د وكيلانو په شمول د سائلينو مسئلو حل كول د حكومت ذمه واري ده۔ د ډسټركټ كورټس ناوړه حالت څخه به وزيراعظم عمران خان خبروم۔ ددې خيالاتو څرګندونه دې د جمعې په ورځ د اسلام آباد هائي كورټ چيف جسټس اطهر من الله په هدايت د ضلع کچهری دورې په موقع ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان د اسلام آباد کچهری بېلو عدالتونو دوره وكړه۔ د ډسټرکټ بار اېسوسی اېشن صدر چوهدری خانزادہ او د پی ټی آئی لارښود محمد علی بخاری هم دې سره وو۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان د اېډیشنل ډسټرکټ اېنډ سیشن جج عابدہ سجاد سید عدالت ته هم لاړه۔ ایډیشنل ډسټرکټ اېنډ سېشن جج سره خبرو كښې دې ووئيل تاسو جهاد كوۍ او د چيف جسټس په حكم زه هم ددې جهاد برخه جوړه شوې يم۔ ایډیشنل ډسټرکټ اېنډ سېشن جج عابدہ سجاد خصوصي مرستيالې ته ووئيل په كچهري ضلع كښې آسانۍ نشته او سائلين يو شمېر آسانيو څخه محرومه دي۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان د سی ډی اے ممبر انجینئرنګ همایوں اختر او د ډسټرکټ بار اېسوسی اېشن صدر چوهدری خانزاہ سره ملاقات وكړو او دوئي ته ئې هدايت وكړو چې هغوي د نوي جوډیشل کمپلکس په اړه تفصيلي راپور وړاندې كړي۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان د وكيلانو مسئلې حل كولو له د قانون وفاقي وزير ډاکټر

مضمون کا ماخذ : لکی لیپریچون
متعلقہ مضامین
مزید خبریں