د وزيراعظم عمران خان د نيويارك نه په راستنېدو د اسلام آباد په هوائي اډه هركلي كولو لپاره راغليو ګډون كوونكو ته وېنا

image

اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د مودي فاشسټ او د مسلمانانو نه كركه كوونكې حكومت به د نړۍ په هر يو پلېټ فارم به نقابه كوو٬ په سخت وخت كښې پاكستانيانو ته يرېردل يا مايوسه كېدل نه دي٬ د كشمير خلق د پاكستان په پلو ګوري٬ مونږ مظلوم كشميريانو سره د الله خوښې او رضا لپاره ولاړ يو٬ نړۍ دې دوي سره ودرېږي يا نه پاكستان به دوي سره ولاړ وي٬ تر څو چې مونږ ورسره ولاړ يو ٬ دوي به په خپلو هڅو كښې ضرور بريالي كېږي او آزادي به ترلاسه كېږي٬ د خپل قوم او په خاص توګه د خپلې كورودانې بشريٰ بېګم مننه كوم كومو چې ما لپاره خاص دعاګانې كړې دي۔ د اتوار په ورځ د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښېې د خپلې تاريخي وېنا نه پس وطن ته په راستنېدو د اسلام آباد په نوې هوائي اډه د ټول هېواد څخه راغليو د تحريك انصاف كاركنانو ٬ سياسي او مذهبي مشرانو د وزيراعظم تود هركلې وكړو۔ په دې موقع څوك به بچ كوي پاكستان عمران خان عمران خان او كشمير به جوړېږي پاكستان نعرې ووهل شوې۔ په دې موقع د خېبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان٬ د سندھ ګورنر عمران اسماعيل٬ وفاقي او صوبائي وزيران٬ د پارلمان او صوبائي اسمبلو غړي هم په لويه شمېره موجود وو۔ په دې موقع وزيراعظم عمران خان په خپله وېنا كښې ووئيل چې هغه د خپل قوم مننه كوي دوي خاص دعاګانې وكړې چې په ملګرو ملتونو كښې د كشميريانو كوم چې اوس په سخت وخت كښې دي٬ كېس ئې په ښه ډول وړاندې كړم۔ ده ووئيل چې هغه په خاص توګه د خپلې كورودانې بشريٰ بېګم هم مننه كوي كومې چې ده لپاره خاص دعاګانې كړې دي۔ وزيراعظم ووئيل چې مونږ كشميريانو سره ولاړ يو۔ مونږ مظلوم كشميريانو سره د الله خوښې او رضا لپاره ولاړ يو٬ نړۍ دې دوي سره ودرېږي يا نه پاكستان به دوي سره ولاړ وي٬ تر څو چې مونږ ورسره ولاړ يو ٬ دوي به په خپلو هڅو كښې ضرور بريالي كېږي او آزادي به ترلاسه كېږي۔ ده ووئيل چې 80 لكه كشميريان هندي عسكرو په كرفيو كښې بند كړي دي٬ ښه او بد وخت راځي٬ كشميريان به بريالي كېږي او آزادي به ترلاسه كوي۔ وزيراعظم ووئيل چې زه يو ځل بيا قوم ته وايم چې كله تاسو هڅې كوئ نو ښه او بد وخت پكښې راځي٬ خو په بد وخت كښې يرېدل نه دي٬ كه تاسو يره محسوس كړه نو په كشمير كښې بوډاګان٬ ماشومان٬ ښځې او ځوانان ستاسو په پلو ګوري۔ وزيراعظم ووئيل چې زه لوظ كوم چې ما خپل ځان د كشمير سفير ګرځولې ځكه د مودي فاشسټ او د مسلمانانو نه كركه كوونكې حكومت به د نړۍ په هر يو پلېټ فارم به نقابه كوم۔ وزيراعظم ووئيل چې څوك هم زما د 30 كلونو د سفر ملګري دي٬ دوي ټولو لپاره يو پېغام دے انسان هڅې كوي٬ كاميابي د الله ذات وركوي۔

مضمون کا ماخذ : ہیوگو 2
متعلقہ مضامین
مزید خبریں