خارجه وزير شاه محمود قريشي په جنېوا كښې د سېنيګال خارجه وزير احمدوبا سره ملاقات وكړو

image

اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي په جنېوا كښې د سېنيګال خارجه وزير احمدوبا سره ملاقات وكړو او هغه ئې په مقبوضه جمو او كشمير كښې د هندي حكومت د لاسه د پېدا شوي اندېښمن انساني صورتحال نه خبر كړو۔ خارجه وزير په جنېوا كښې د بشري حقونو د كونسل غونډې په موقع د سېنيګال خارجه وزير احمدوبا سره ملاقات وكړو او هغه سره ئې د مقبوضه جمو او كشمير په اندېښمن صورتحال او د منطقې د امن په خطراتو خبرې وكړې۔ د سېنيګال خارجه وزير احمدوبا په دې ټول صورتحال د اندېښنې څرګندونه كولو سره ووئيل چې ده په ټول صورتحال ژور نظر ساتلې۔

مضمون کا ماخذ : عمومی کلیدی الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں