پاك – سعودي اړيكې په ديني او كلتوري اقدارو اډانه دي: د وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عربستان قامي ورځې په موقعه د مباركۍ پيغام

image

لندن۔23ستمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي چې د پاكستان او سعودي عربستان ترمينځه په ديني او كلتوري اقدارو اډانه تاريخي اړيكې دي٬ پاكستان او سعودي عربستان تل په ستونزو كښې د يو بل ملګرتيا كړې ده٬ د پاكستان د معيشت په مستحكمولو كښې په مرسته كولو ټول قام د سعودي عربستان مننه كوي۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزیراعظم د سعودي عربستان 94مې قامي ورځې په موقعه د مباركۍ پېغام كښې ووئيل د شاه سلمان بن عبد العزيز او شهزاده محمد بن سلمان په مشرۍ كښې سعودي عربستان د 21 مې پېړۍ د يو ستر هېواد په حېث رامخے ته شوے دے۔ د سعودي عربستان وژن 2030 نړۍ لپاره يوه مثالي نمونه ده۔ په نني دور كښې سعودي عربستان د كاروبار ٬ ټېكنالوجۍ ٬ معيشت او نورو څانګو كښې د پرمختګ كوؤنكو هېوادونو ځانګړې مشري كوي۔ پاكستان او سعودي عربستان تل په ستونزو كښې د يو بل مرسته كړې ده۔ د پاكستان د معيشت په مستحكمولو كښې په مرسته كولو ټول قام د سعودي عربستان مننه كوي۔ ده ووئيل كه پاك پروردګار ته منظور وي د پاكستان او سعودي عربستان د ورورولۍ اړيكې به تل قائمې وي۔

مضمون کا ماخذ : como jogar dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں