وزيراعظم د اېف بي آر انفورسمنټ نظام لا فعاله كولو لپاره د جامع تګلارې ترتيبولو امر وكړو٬ د ادارې د ټرانسفارمېشن پلان اصولي منظوري وركړې شوه

image

اسلام آباد 20 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د اېف بي آر انفورسمنټ نظام لا فعاله كولو پحقاله د جامع تګلارې جوړولو امر سره وئيلي دي اېف بي آر د هېواد په معيشت كښې د ملا د تير حېثيت لري، د نجي څانګې ودې ته حكومت پام لرنه كوي، فعاله او خوشحاله نجي څانګه د هېواد معيشت لپاره ډېره ضروري ده۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ څخه د جاري بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د فېډرل بورډ آف ريونيو چارو پحقله د غونډې مشرۍ په مهال وكړه ۔ په غونډه كښې وفاقي وزيران احسن اقبال، اعظم نذير تارړ، احد خان چيمه، محمد اورنګزيب٬ عبد العليم خان، مصدق ملك، وزير مملكت علي پروېز ملك، د وزيراعظم كوآرډينيټر رانا احسان افضل، اټارني جنرل منصور اعوان، د سټېټ بېنك ګورنر جميل احمد ، د اېف بي آر چيئرمېن راشد محمود لنګړيال او نور اړوند اعليٰ سركاري افسرانو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د اېف بي آر ټيكس وصولۍ انتظام پحقله د اېف بي آر هوم ګرون ټرانسفارمېشن پلان اصولي منظوري وركړې شوه ٬ وزيراعظم غونډې ته خپلې وېنا كښې ووئيل اېف بي آر د هېواد په معيشت كښې د ملا د تير حېثيت لري٬ د اېف بي آر ډيجيټائزيشن د حكومت مهمو معاشي اصلاحاتو كښې ډېر اهميت لري٬ وزيراعظم ووئيل په محصولات كښې بهترۍ سره به اولس ته د خدمات وركړې او په سماجي څانګه كښې بهتري راشي۔ وزيراعظم ووئيل د اېف بي آر د انفورسمنټ نظام بهترول د وخت مهم ضرورت دے٬ وزيراعظم په دې لړ كښې اېف بي آر انفورسمنټ نظام لا فعاله كولو پحقله د جامع لائحه ترتيبولو امر هم وكړو۔ ده د اېف بي آر د ټرانسفارمېشن پلان ستائنه كولو سره ووئيل ښه ټېكس وركوٶنكي د اېف بي آر په ټرانسفارمېشن پلان مشارت لپاره راوبللئ او د هغوي نه تجويزونه واخلئ۔ وزيراعظم د اېف ںي ار ټرانسفارمېشن پلان پحقله ټولو اړوندو شراكتدارو سره لا مشاورت او اېف بي آر له د دوي په تجويزونو عملدرامد لپاره اړوندو سركاري څانګو كښې په ګډه د تفصيلي تبادلو منظوري ترلاسه كولو امر هم وكړو٬ د نجي څانګې اهميت رامخې ته كولو سره وزيراعظم ووئيل د نجي څانګې وده په حكومتي ترجيحاتو كښې شامل ده٬ فعاله او خوشحاله نجي څانګه د هېواد معيشت لپاره ډېره ضروري ده۔ وزيراعظم د اېف بي آر د ټولو منصوبو د تهرډ پارټۍ آډټ كولو تاكيد او د قاچاق مخنيوي پحقله د اقدامات ګړندي كولو امر هم وكړو۔ دغسې د غونډې ګډون كوٶنكو ته د اېف بي آر په ټرانسفارمېشن پلان تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول په اېف بي آر پلان كښې د انفارميشن ټيكنالوجۍ موثر استعمال، د ټيكس وصولي ښه كولو لپاره ايماندارۍ سره د كاركردګۍ څرګندونه كوٶنكو چاراوكو او عملې ډاډګيرنه او د ټېكس قوانين نفاذ ښه كولو په اړه جامع لائحه شامله ده۔ دا پروګرام د اېف بي آر افسرانو او پوهانو د اېف بي آر چيئرمېن سره په ګډه په تېرو څلوېښتو ورځو كښې مرتب كړے دے۔ غونډې ته ووئيل شول دې پروګرام سره به د معاشي ترقۍ سفر كښې د كوم خنډ نه غېر په ښه ډول زيات ټېكس جمع كړے شي او د هرې طبقې برابر ټېكس وركوونكو ته به نورې آسانۍ وركولې شي٬ د تجويزونو له مخې په وخت پورا ټېكس نه ادا كوٶنكو او په فراډ كښې د ككړو كسانو په ضد سخت اقدامات او په كاروبار بندېز لګېدے شي چې ورسره به په ټولنه كښې د ټېكس د غلا رجحان لاره ونيولې شي٬ دې اقدامات نفاذ به د ګوډ ټېكس فيډز سره د مشاورت نه پس كېږي۔ په غونډه كښې د اېف بي آر د ټيكس وصولۍ انتظام پحقله د اېف بي آر هوم ګرون ټرانسفارمېشن پلان اصولي منظوري وركړې شوه٬ دا پلان د وزيراعظم په امر اېف بي آر د هېواد نورو معاشي او ټيكنالوجي پوهانو سره په ګډه ٬ د تېرو 25 كالو د ټېكس وصولۍ تفصيلي تجريې نه وروستو ترتيب كړے٬ د اېف بي آر ټرانسفارمېشن پلان له مخې به د اېف بي آر آډټنګ استعداد زيات كړے شي٬ په وړومبي پړاٶ كښې به هېواد ته 32 فيصده ټېكس ريونيو وركوٶنكې لارج ټيكس پيئرز يونټ او كراچۍ كښې د ښې كار كردكارګۍ لرونكې ديانتدار افسران تعيناتول باوري كولې شي او دي ته به خپل كار لپاره د آډيټرز او ماهرينو خدمات ترلاسه وي٬ د ښې كاركردګۍ افسرانو او عملې ته به اعزازيه هم وركولې شي او ډېره په لږه موده كښې به دا ماډل په ټول هېواد كښې نافذ كولې شي۔ غونډې ته ووئيل شول د اېف بي آر افسرانو ته به د كامن ټرينګ او سپيشلائزډ ټريننګ پروګرامز نه وروستو د اېوارډ غوره پوهنتونونو څخه پروفيشنل ډګري پروګرام ترسره كول وي۔ غونډې ته ووئيل شول د كسټم ډيوټي د غلا لاره نيولو لپاره اپريزمننټ او انفورسمنټ دا پروګرام تشكيل كړے شوے چې په نتيجه كښې به ئې اپريزر او انسپكټر ته به د وړاندې نه د خپل اسائنمنټ معلومات نه وي او د كار په مهال به د دوي د كېمرو د لارې نګراني هم كېږي٬ د كسټمز انسپكټرز به د ښې كاركردګۍ ډاډګيرنه او په تاخيري خربو او په بدعنوانۍ سختې سزاګانې وركولې شي۔ غونډې ته ووئيل شول د قاچاق مخنيوي لپاره د اېف ډبليو او معاونت څخه د نوو پوستو جوړولو پرېكړه هم شوې ده۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں