د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان مېډيا سره خبرې

image

سيالكوټ 08 دسمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې په لندن كښې مافيا خپل مال بچ كولو لپاره هڅې كوي، ليډر ته بيمار وئيلو سره ضمانت اخستونكي هم په هغه اپارټمنټ كښې سازشونه كوي، د كهربونو په اپارټمنټ كښې كېناستو سره د اولس د درد خبرې كوي، د دوي د معاشي پالېسو په وجه اولس ستونزو سره مخ دے، شريف كورنۍ دې خپلو پلويانو سره يو ځائ په پاكستان كښې كېني، د قانون د منګولو نه تاسو او ستاسو بچي نه شي بچ كېدے، د اولس ستونزې حل كولو لپاره حكومت پوخ عزم لري، وزيراعظم عمران خان غريب اولس ته نجات وركوونكې دے، د مولانا په لاسونو كښې اسمبلۍ ته د بېرته راتللو لكير ختم شوې، د مذهب په نوم د سياست كوونكې ډلې اوس د پاكستان په سياست كښې ځائ نشته. د اتوار په ورځ مېډيا سره په خبرو كښې هغې ووئيل چې نواز شريف د لندن اپارټمنټس د ملكيت نه پرله پسې انكار كړے، سېلين مافيا وئيل كېدونكې ګاډر فادر نن په هغه اپارټمنټ كښې سياسي غونډې كوي. هغې ووئيل چې د پاكستان غدالتونه او قانون مطلوب او مفرور كسان كوم چې د قانون مجرمان او تورن هم دي، راغواړي. فردوس عاشق اعوان ووئيل چې سسيلين مافيا پاكستان ته د راتګ نه انكار كوي، ليډر ته بيمار وئيلو سره ضمانت اخستونكي هم په هغه اپارټمنټ كښې سازشونه كوي، د كهربونو په اپارټمنټ كښې كېناستو سره د اولس د درد خبرې كوي. د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ووئيل چې د دوي د معاشي پالېسو په وجه اولس ستونزو سره مخ دے، شريف كورنۍ دې هم نوا سره يو ځائ په پاكستان كښې كېني، د قانون د منګولو نه تاسو او ستاسو بچي نه شي بچ كېدے، د اولس ستونزې حل كولو لپاره حكومت پوخ عزم لري، وزيراعظم عمران خان غريب اولس ته نجات وركوونكې دے، د مولانا په لاسونو كښې اسمبلۍ ته د بېرته راتللو لكير ختم شوې، د مذهب په نوم د سياست كوونكې ډلې اوس د پاكستان په سياست كښې ځائ نشته.

مضمون کا ماخذ : loterias da caixa
متعلقہ مضامین
مزید خبریں