اسلام آباد 01 جولائی (اے پي پي) د هېواد په 41 ضلعو كښې د ګل په ورځ په 01 جولائي پيل شوي خصوصی د پوليو مخنيوي كمپائن په مهال به 5 كلونو څخه كم عمره 95 لکهه څخه زياتو ماشومانو ته د پولیو مخنيوي څاڅكي وركولې شي ٬ د كمپائن په مهال به د بلوچستان 16 ، خېبرپښتونخوا 11 ، سندھ 8 ، پنجاب 5 او د اسلام آباد مخصوص یونین کونسلز كښې كور په كور د پوليو مخنيوي كمپائن چلولې شي، بلوچستان كښې د پولیو کیسز تشخیص او 40 څخه زياتو ضلعو سیوریج نمونو كښې د پولیو وائرس تصدیق ترمخه د پولیو مخنيوي كمپائن پيل شوے٬ دغسې 11 ضلعو كښې به جزوي كمپائن روان وي۔د وزیراعظم د پوليو لپاره فوکل پرسن عائشه رضا فاروق د ماشومانو موراو پلار ته غږ كړے چې خپلو بچو له د پولیو كمپائن په مهال د پولیو مخنيوي څاڅكي وركړي دغسې چې هغوې د معذوۍ څخه وساتلې شي۔دې ووئيل ماشومان د پوليو څخه محفوظ ساتل او دا وائرس د هېواد څخه ختمولو ته حكومت پام لرنه كوي