د زلزلې له مخې د واپډا چیئرمېن لېفټیننټ جنرل(ر) مزمل حسېن د منګلا بند دوره وكړه

image

اسلام آباد 26 ستمبر (اے پي پي) په میرپور آزاد کشمیر كښې د راغلې زلزلې نه پس د واپډا چیئرمېن لېفټیننټ جنرل(ر) مزمل حسېن د منګلا بند دوره كړې او د بند د مهمو برخو پشمول ئې د سپل وے او پاور هاٶس معائنه ئې كړې۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې ده ووئيل د زلزلې له امله منګلا بند او پاور هاٶس ته هېڅ زيان نه دې رسېدلې خو د اختياطي تدبرونو له مخې پاور هاٶس څخه د برېښنا پېداوار بند كړې شوې ځكه چې د بند په ريزر وائر كښې خاوره او لخه جمع كېدو سره ټربائن ته زيان رسېدې شو۔ ده ووئيل مونږ د بېلا بېلو تنصيباتو شمېرې راجمع كوٶ او د ټربائن كاركردګۍ جاج اخستو لپاره بېلا بېل ټېسټونه كوٶ۔ ده ووئيل د منګلا هائيډل پاور سټېشن څخه د برېښنا پېداوار بحال شوے دے

مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا کے نتیجے میں پچھلے حصے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں