د چين نائب خارجه وزير لو ژاؤ هوئي سره د پاكستان سفيرې نغمانه هاشمي ملاقات وكړو

image

بيجنګ 10 اګست (اے پي پي) د چين نائب خارجه وزير لو ژاؤ هوئي سره د پاكستان سفيرې نغمانه هاشمي ملاقات وكړو۔ په دې موقع د چين نائب خارجه وزير د پاكستان نوې سفيرې ته د چوكۍ په سنبالولو مباركي وركړه۔ د چين د خارجه وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې په دې موقع د پاكستان او چين په دوه اړخيزه اړيكو او د منطقې په اوسني صورتحال خبرې هم وشوې۔ د چين او د پاكستان د خارجه وزارتونو د نړيوالو چارو ډائرېكټرانو هم ملاقات كړے چې پكښې د ملګرو ملتونو په چارو مشوره شوې۔

مضمون کا ماخذ : جنگل کے راز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں