پاكستان به پخپله قامي سلامتيا كله هم سودا ونه كړي٬ د خپلې خاورې دفاع لپاره به ټول ضروري ګامونه پورته كوؤ٬ صدر ډاكټر عارف علوي

image

اسلام آباد۔18جنوری (اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي پاكستان به د خپلې قامي سلامتيا د سيمه ايز سالميت كله هم سودا ونه كړي٬ د خپلې خاورې دفاع لپاره به ټول ضروري ګامونه پورته كوؤ۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې د ايران په سيستان و بلوچستان صوبه كښې د پاكستان د كارروايۍ په اړه خپل بيان كښې صدر مملكت د ايرانو وګړو زيان څخه ساتلو او د ترهګرو پټنځايونه په نخښه كولو په اړه د وسله والو ځواكونو د پېشه ورې پوهې ستائنه كولو سره ووئيل ترهګري يو مشتركه چېلنج دے ٬ د دې ختمولو له نړيوالو هلو ځلو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل پاكستان د ټولو رياستونو د خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا بشپړ احترام كوي او هيله لري چې نور هېوادونه به هم د نړيوال قوانين خلاف ورزي نه كوي۔ صدر مملكت ووئيل پاکستان او ایران وروڼه هېوادونه دي، ستونزې باید د خبرو او مشاورت د له لارې هوارې كړې شي

مضمون کا ماخذ : علاقائی کلیدی الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں