د ډيجيټل پاکستان وژن به د هر پاكستاني انټرنېټ ته رسنه او د پراخه قانوني فرېم ورك د لارې پاكستان د حقيقي ډيجيټل هېواد جوړېدو په لاره روان كړي۔ د وزيراعظم

image

اسلام آباد 05 دسمبر (اے پي پي) د ډيجيټل پاکستان وژن به د هر پاكستاني انټرنېټ ته رسنه او د پراخه قانوني فرېم ورك د لارې پاكستان د حقيقي ډيجيټل هېواد جوړېدو په لاره روان كړي۔ د وزيراعظم ميډيا آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې ډيجيټل پاکستان وژن سرکاري او نجي څانګې لپاره جوړ كړې شوې دې چې مقصد ئې ډيجيټل پرمختګ لپاره اقدامات كول دي۔ د ډيجيټل پاکستان وژن پنځه ستراتېژك نكات دي چې پكښې وړومبې د رسنې او رابطو څانګه ده كومه چې هر پاكستاني ته د بنيادي حق په توګه انټرنېټ ته رسنه باوري كوي۔ دوېمه نكته د ډيجيټل انفراسټرکچر ده كومه چې د سمارټ فون د كارولو د لارې هره ورځ د زياتو چارو ترسره كولو صلاحيت پېدا كوي او د تند رفتار اي ګورنمنټ بين الحکومتي اقدامات ډيجيټل كولو او د كاغذ د استعمال خاتمې لپاره اقدامات كولو سره ساز ګار ماحول پېدا كوي او ښه خدماتو لپاره وګړو او كاروباري څانګې لپاره حكومتي خدمات ډيجيټلائز كوي۔ ډيجيټل پوهه او لټرېسي زمونږ د ټېكنالوجۍ وړ ګرېجوېټس ته اړوند ملازمت په ترلاسه كولو كښې مرسته وركوي٬ په ننني دور كښې زمونږ زياتره ټېكنيكل ګرېجوېټس په نړيواله كچه دې لپاره مسابقت نه شي كولې ځكه چې زمونږ نصاب زوړ دې او دوي ته مطلوبه پوهه وركولې

مضمون کا ماخذ : گنہادورس دا میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں