د اولس د حقونو د نامې ضامن جوړېدونكو ضمانتونه هم قبائيلي اولس ضبط كړل۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان

image

اسلام آباد 21 جولائی (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د اولس د حقونو د نامې ضامن جوړېدونكو ضمانتونه هم قبائيلي اولس ضبط كړل٬ په قبائيلي ضلعو كښې د صوبائي اسمبلۍ ټاكنو سره يو تاريخ جوړ شوے٬ د جمهوري عمل په ترسره كېدو اپوزيشن ته د دوه الفاظو توفيق ونه رسېدو٬ د دوي د جمهوريت مطلب يوازې د ذاتي ګټو تحفظ او خپل راتلونكي نسلونه په قوم مسلط كول دي۔ د اتوار په ورځ په ټويټر په خپل پېغام كښې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې خپلو بهادرو وسله والو ځواكونو او قانون نافذ كوونكو ادارو ته پېرزوينه وړاندې كوو چې په لازوال قربانو ئې په هېواد كښې امن بحال شوے۔ په قبائيلي ضلعو كښې تېره ورځ يو تاريخ رقم شوے۔ هغې ووئيل چې د اولس د حقونو د نامې ضامن جوړېدونكو ضمانتونه هم قبائيلي اولس ضبط كړل۔ هغې ووئيل چې د دوي مېډيا سره خبرې وګورئ يا ټويټر اكاؤنټس ٬ يوازې د عمران خان په دښمنې كښې دي۔

مضمون کا ماخذ : como jogar na loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں