د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ټويټ

image

اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي﴾ د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې آډيو وېډيو ټېپ جوړونكي او چلونكي دواړه كردارونه سند لرونكي دروغجن دي٬ يو قاتل او د غنډه ګېنګ مشر او دويم د كېلبري فونټ نامتو جعلساز دے۔ تېره ورځ په خپل يو ټويټ كښې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې دا هغه كردار دے كوم چې بې نامې دے٬ سركاري خزانه مال غنيمت ګڼلو سره لوټ كوونكي او د اولس په وسيلو د ډاكه اچوونكو نه به د پټ كړې شوي مال برآمد كولو لړې روانه وي۔ د وزيراعظم خاص مرستيالې ووئيل چې نواز شريف په زندان كښې دے٬ مريم صفدر دې ووائي چې دې په كوم حېثيت سره بغېر د كوم استحاق نه دومره موده سركاري بلټ پروف ګاډي كارول۔ هغې ووئيل چې څوك د سركاري خزانې لوټ كولو عادت لري٬ هغو لپاره د جېب نه خرڅ كول محال وي۔

مضمون کا ماخذ : بفیلو بلٹز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں